جمعه, مې 3, 2024
Home+د چين پسرلنی اختر | جان روان ځاځی

د چين پسرلنی اختر | جان روان ځاځی

د چين پسرلنی اختر د چينايانو تر ټولو لوی دودیز اختردی، چې د نوي کرنيز کال په لومړۍ نېټې پېل کيږي او يوه اوونۍ دوام کوي. دغه اختر د ختيځې اسیا په يو شمېرنورو هيوادونو کې هم لمانځل کیږي، خو په چين کې يې بیاڅپه تر نورو پورته وي او خلک يې راتګ ته شپې او ورځېشماري.

د چين پسرلنی اختر که څه هم د کرنيز کال په لومړۍ نېټې پيل کيږي، خو لمانځنه يې د تېر کال په وروستۍ ورځې شروع کيږي.

په چين کې د يوې کورنۍ غړي د تېر کال د وروستۍ نېټې په ماښام سره راغونډيږي، ډول ډول خوراکونه او مېوې تياروي او ټول په ګډه ماښامنۍ خوري او يو بل ته نيکې هيلې څرګندوي.

په چين کې د يوې کورنۍ د راغونډېدو همدا شېبه د چوشي په نوم ياديږي، چې چينايان يې د کال تر ټولو مهمه چاره بولي.

ډېری چينايان په هېواد کې دننه له خپلو کورنيو او ټاټوبوڅخه لرې په نورو ځایونو کې دندې او کارونه کوي او د پسرلني اختر د را رسېدو په درشل کې هڅې کوي، چېخپل کور او کلي ته ستانه شي او د اختر خوږې شېبې دکورنۍ له غړو او دوستانو سره يو ځای تېرې کړي.

په چين کې د پسرلني اختر په وياړ یوه اونۍ رخصتي وياو هر کس دا فرصت پیدا کولی شي، چې له خپلې کورنۍاو ملګرو سره وګوري او یو ځای اختر ورسره ولمانځي.

چينايان د پسرلني اختر د را رسېدو په درشل کې خپلوټاټوبو ته ستنېږي او له کورنيو سره يو ځای اختر لمانځي،نو په همدې مودې کې په چين کې ټرانسپورټي چارې همډېرې بوختې او ډېره زياته ګڼه ګوڼه وي.

چون يون

چون يون په چين کې د پسرلني اختر د ځانګړي ترافیکي پلان نوم دی، چې د هر کال د پسرلني اختر له را رسېدو۱۵ورځې مخکې پيل کيږي او ۴۰ ورځې دوام مومي.

په چين کې د چون يون يا د پسرلني اختر د ځانګړيترافيکي پلان په درشل کې د موټرونو، اورګاډيو او الوتکوله لارې د مسافرو عمومي شمېر سلګونو ميليونو ته رسېږياو همدغه موده په نړۍ کې د خلکو د تګ راتګ لويه څپه همبلل کېږي.

په چين کې هغه کسان، چې له خپلو کورنيو او ټاټوبو څخه لرې په نورو ځايونو کې کار او دندې ترسره کوي، دپسرلني اختر له راتګ لسګونه ورځې مخکې هڅې کوي،چې ټرانسپورټي ټيکټ واخلي، ځکه د دغه اختر د را رسېدو په بهیر کې ټرانسپورټ ډېر بوخت وي، د ټيکټپيدا کول او اخيستل ډېر ګران وي، په میليونونو خلک له يوهځای څخه بل ځای ته تګ راتګ کوي او هر څوک په دېهڅې کې کوي، چې اختر خپل کور ته ورسوي.

د چين پسرلني اختر سږنۍ رخصتي د ۲۰۲۳م کال د جنورۍ په ۲۱مې نېټې پېل او په ۲۷مې نېټې پای ته ورسيده، خو د خلکو د تګ راتګ څپه يې تر دوو اونيو دوام مومي.

د چين حکومت او خلک په ښارونو او کليوالو سيمو کې دپسرلني اختر د هر کلي په پار په لویو ډګرونو، مارکيټونواو د سړکونو او لارو او کوڅو پر دواړو غاړو سور رنګهفانوسونه او ډېوې راځوړندوي.

په چين کې د پسرلني اختر د رخصتۍ په موده کې دسيلانۍ توده څپه پورته وي او دولت يې یوازې له سیلانيزو چارو سلګونه ميليونه ډالرعوايد ترلاسه کوي.

د خلکو تګ راتګ او سیلانيزې ګټې

د چين سږنی پسرلنی اختر داسې مهال پېل شو، چې د چين حکومت څه موده مخکې د کرونا وبا ضد تدبیرونه نرم او تنظيم کړي او خلک اوس له يوه ځایه بل ځای ته ډاډه تګ راتګ کولی شي.

د چين ټرانسپورټ وزارت تازه شمېرې خپرې کړي، چې له مخې يې د سږني پسرلني اختر په رخصتۍ کې ۲۲۶ ميليونو چينايانو په کوردننه سفرونه کړي دي او په ورته وخت کې د دغه هېواد د کلتور او سيلانۍ وزارت د سيلانيزو چارو راپور خپور کړی، چې له مخې يې په يادې مودې کې د چين دننه ۳۰۸ ميليونو چينايانو سیلانيز سفرونه کړي او سیلانيزې ګټې يې ۳۷۵ ميليارډه او ۸۴۳ ميليونه يوانه ښودلې دي، چې دا شمېرې د تېر ۲۰۲۲م کال د ورته مودې په پرتله ۳۰ سلنه زياتوالی ښيي.

په چين کې ۱۲ کالونو ته د ځناورو نومونه ورکړل شوي، چې په لاندې ډول دي.

(موږک، غوايه، پړانګ، سویه، ښامار، مار، اس، پسه،بېزو، چرګ، سپی، خوګ)

چينايان ياد حيوانات په بېلا بېلو نومونو تعبیروي او د هرحيوان کال په ۱۲ کالونو کې يو ځل راځي. د چين دکرنيزې جنترې له مخې تېر کال د پړانګ او سږ يې د سوی کال دی.

سوی په چيني کلتور کې ځيرک او هوښيار حيوان بلل کيږي او په چيني افسانو کې يې هم ډېره يادونه شوې ده

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب