جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهد ايران سفير: په افغانستان کې د داعش خطر پراخ شوی، امریکا...

د ايران سفير: په افغانستان کې د داعش خطر پراخ شوی، امریکا ېې ملاتړ کوي

تاند:( يکشنبه، د دلوې نهمه)‏ ‏ د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفير حسن کاظمي قمي په افغانستان کې د داعش ډلې د خطر د پراخيدو ادعا کړې او امریکا یې له دغه خطر څخه په ملاتړ تورنه کړې ده.

نوموړي په یوه تازه ټلويزيوني مرکه کې د افغانستان لویدیز او شمال ته د‌ داعش ډلې د پراختيا يادونه وکړه او ويې ويل، چې هلته ایران او د منځنۍ اسيا هېوادونو ته ګواښ جوړوي.

د ایران نوي سفير په عین حال کې، ادعا وکړه چې هېواد ېې له بل هر هېواد څخه د طالبانو ادارې سره ښه تعامل لري.

ايراني سفير په ورته وخت کې تایید کړه، چې د طالبانو مخالفان یې په هېواد کې مېشت دي.

قمي ټینګار وکړ، چې دوی له یادو طالب ضدو ډلو سره د طالبانو د خبرو او مذاکراتو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د جنګي حل طرفدار نه دي.

نوموړي د طالبانو د شل کلنې جګړې پر مهال له دوی څخه د ایران د ملاتړ یادونه هم وکړه او ويې ويل، چې طالبانو سره له پخوا ښه تعامل لري.

د طالبانو چارواکو بيا د داعش ډلې د خطر زیاتیدو ادعاوې رد کړي او ويلي، چې دغه ډله یې ځپلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب