جمعه, فبروري 6, 2026
Home+کاریزماټیک رهبر کتاب چاپ شو 

کاریزماټیک رهبر کتاب چاپ شو 

یاد کتاب د ۲۶ لیکوالو د څېړنیزو مقالو ټولګه ده، چې د باچا (فخر افغان، خان عبدالغفار خان) ژوند، اند او مبارزې ته پکې کتنه شوې او اکسوس کتابپلورنځي د باچا خان ۳۵م تلین یاد په پار دا کتاب چاپ کړی دی.

دا کتاب د فخر افغان د ۳۵ تلین په درشل کې چاپ شو.

په دې کتاب کې ۱۴ ځوان لیکوالان (هلکان) او ۱۲ ځوانې لیکوالانې (انجونې) شتون لري چې د عدم تشدد پر سرلاري یې خپل اغېزونه د څېړنیزو مقالو په بڼه را غونډ کړي دي. د یادو مقالو موضوعات د باچا خان ښوونیزې هڅې، د باچا خان صنعتي هڅې، د عدم تشدد موثریت، د پښتنو ناوړه دودونو اصلاح لپاره د باچا خان مبارزه او په ټوله کې د ځنځیر کړۍ په څېر د یاد مبارز پر شخصیت لیکنې شوي.

د دې پروسې زیار ښکونکي (عبدالوهاب مومند او صفي الله ناصري) دي او استاد (محمد اسماعیل یون) په یاد کتاب سریزه لیکلې ده.
درنښت
عبدالوهاب مومند

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ډاکتر حکیمي کلیزه | ‌‌ذبیح‌الله شفق

زه پوهېدم چي ته به سترګي لکه نن بدلوې ‏‎ځکه مي تا باندي یوه شېبه حساب نه کاوه په ۱۹۹۲م کي هارون حکیمي د زابل په...