جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهاسحاق ګیلاني د څه باندې ۵ نیم زره جريبه ځمکې په غصب...

اسحاق ګیلاني د څه باندې ۵ نیم زره جريبه ځمکې په غصب تورن شو

تاند:( دوشنبه، د جدي ۲۶)‏ ‏‏ په ننګرهار کې د طالبانو ځايي چارواکو د ملي نهضت په نوم د يوې سياسي ډلې مشر سيد اسحاق ګيلاني د ۵۶۴۰ جریبه دولتي ځمکې په غصب تورن کړی.

طالبان، چې پر افغانستان له بيا واکمنيدو وروسته دولتي ځمکو ته د « امارتي ځمکو» نوم ورکوي، په ننګرهار کې يې د دغو ځمکو د بيرته ګرځولو کميسيون اسحاق ګيلاني په دغه غصب تورن کړی.

 د طالبانو د سيمه ييزې ادارې په يوه اعلاميه کې راغلي:« سرخرود ولسوالۍ اړوند د سلطانپور سفلی سیمې جنوب ارخ ته  د سید اسحاق ګیلاني په تش نوم جوړ شوي ښارګوټي کې چې هیڅ قیسم قانوني اسناد یې نه درلودل ۵۶۴۰ جریبه اماراتي ځمکه تثبیت کړه. په یاده سیمه کې یو اندازه ساختماني چارې هم ترسره شوې وې او کورونه پرې جوړ شوي وو.»

طالبان وايي د کمپاین پر مهال يې د تخنیکي هیت لخوا په ذکر شوي سیمه کې یو شمیر جوړ شوي ودانۍ هم ونړول شوې او د کورونو د تخلیې په موخه په جوړو شوو ودانیو  کې اوسیدونکو ته خبرداری  ورکول شو تر څو کورونه خالي کړي.

سید اسحاق ګیلاني په دې اړه څه نه دي ويلي.

طالبانو هم نه ده روښانه کړې، چې ښاغلي ګيلاني سره به څه ډول چلند ولري.

10 COMMENTS

  1. زمونږ جاهل، بیسواده او حتی بې دینه خلکو همدا پیران، میاګان، پاچایان، سیدان، اخوندان او ملایان په خیټو ماړه کړل. ددغو خلکو نه ناکاره، بیکاره او تمبل خلک نور نشته ځکه ټول عمر یې په چف، دم تعویذ او بندونو خلک تیرویستل او ځانونه یې ماړه کړل. ددوی په ټول عمر هم کار ندی کړی او ناپوهه خلک یې په خپل نوم تیر ویستلي. مزې همدی وکړې هم ورته خلک احترام لري هم پیسې ورکوي او حتی نور هم ډیر کارونه کوي. دغه طایفه لمونځ نه کوي، روژه نه نیسي، شراب څکي، چرس څکي زنا کوي او بیا یې هم ناپوهه او جاهل خلک احترام کوي او که څه دې وویل درته به وایي پام چې خوله به دې کږه شي.

  2. هیڅ کله کنځلې بیا عموی ډول ناروا دي خپل شخصیت ښکاره کول دي، پرته له دې په سل هاوو نورو ډیر چور کړې، هر ولایت چورواکي درلودل، هر قوم ښه او بد لري، ښه خلک یو قوم دئ او بد خلک بل قوم، دوم قومه شتون لرې صرف، دریم قوم ذهن کې لرل خپله لوی جهالت دئ، هیله ده آینده کي ټولټال سپکولو نه مخنیوی وکړې

  3. ځمونږ ځینی افغانان لکه ځینی اچکزی، ځینی نورزی ځینی ساپی، ځینی پیران، ځینی میاګان، ځینی پاچایان یا سیدان، ځینی اخوندان او ځینی ملایان که ولیکل شی بهتره به وی. ځکه اکثریت ښه او ځینی نا ښه په هر ځای کی شته.

  4. ۷۷۷۷۷ هکټاره غصب سوی مځکه دی د ګیلانی ساب بلا اخلی!!!!!
    خو
    خبره دا ده چی دی انګریزی پیرانو کلونه کلونه د عام وولس اذهان او افکار او عقائد غصب کړی وه او غصب کړیدی.

  5. سلامونه،
    ع.افغان خانه!
    تا په کښې ساپي، نورزي او اچکزي ویاړلي قومونه ولې ګډ کړل؟؟؟.
    سیدان خو ځانو ته د پیغمبر اولاده وايي چې هزاره ګانو کښې فریمانه دي.حال دا چې رسول الله ص. ځان نه میراث او میراثخوارهء نه و پری ایښي. صرف اصلي علماء! الورثه الانبیا!
    ګیلان خو عراق کې د کوم ځای نوم دی او پوکسټین کې هم ناقل سوي!!
    پیران،ملایان،مولی نا ګان، پاچایان ،اخوندزاده ګان ،چلیان، ځينې طریقتیان ا.د.ن. د اسلام او پښتون/افغان ازلي دشمنانو له خوا د ولس د استثمار لپاره رواج سوي ؛ که نه د ورور سلیمان خبره چهار عیوب شرعي همدوی ول او مزې ېې همدوی او بالدارانو وکړې!!
    او د ورور لمر سره همنظره یم چې د (ځينو )مختاړی باید دقومونو قبیلو یا ډلګیو تر منځ ولیکئ.
    ..،<>

  6. ډاکتر ساپی صاحب
    سلامونه
    زه پخپله افغان یم، په افغان کی بیا آچکزی یم.
    ته د لغمان ولایت یی ته هم افغان یی او بیا ساپی یا صافی یی.

    وګوره نه آچکزی د ساپی څخه برتری لری او نه ساپی د آچکزیی څخه برتری لری. ځکه په دواړو کی انسانان وجود لری نو یو انسان د بل انسان څخه برتری نلری.
    اوس خو تاسی محترم په بلجیم کی مسافر یاستی. خو کله چه پخوا تاسی په وطن کی ډاکتر واست او تاسی ته یو مریض د سید یا پاچا، پیر او اخونزاده په نوم معاینی او تداوی ته درغلی وای، نو آیا تاسی محترم ډاکتر صاحب به ورته د چهار عیوب شرعي او د استثمارګر په نظر او دید معاینه کوله او که د انسان په حیث؟
    نو ښاغلی او عزتمند ډاکتر صاحب باید هیڅکله دا خبره ونکړی چه ساپي، نورزي او اچکزي ویاړلي قومونه دی او نور ویاړلی قومونه نه دی. بلکه زمونږ په وطن ګران افغانستان کی ټول ویاړلی قومونه دی چه د ټولو قومونو جمع د افغانانو په نوم یادیږی.

    اوس راځم اصلی موضوع ته یا د ښاغلی عزتمند ډاکتر صاحب ساپی ځواب ته:
    ما پکی دا خپل قومونه ځکه ورګډ کړل چه دغه نور قومونه خپه نشی ځکه مونږ غواړو په دردیدلی افغانستان کی اتفاق او اتحاد راولو. او بل می د ځینی کلیمه استعمال کړه چه په ځمونږ په کلتور کی غوره کلیمه ده.

    والسلام

  7. ښاغلی ورور ع.اچکزی افغان صاحب!مڼنه
    اول خو خبر د ګیلاني دځمکې غصب په سر او د مبصرینو کمنټونوپه لړ کې هرچاخپل نظر څرګندولو وه.
    د انسانیت،افغانیت، ډاکټرۍ او ناروغانو اړيکې بیلابیل بحثونه دي چې تا بلکل ګډ وډ کړل؟؟؟! او زما وطن کې طبابت پرکټس ټولو ملګرو او دوستانو ته مالوم دی دا چې شرایطو مجبور کړو بلجیم له راشو، د خدای رضا به وه او روزي به دلته مقړره وه.
    ما که ویاړلي قومونه یاد کړي دا مې نه دي ویلي چې خدای نا خواسته نور قومونه ترینه ټیټ یا جګ دي. د ا.غني خبره ”هیڅ افغان د بل نه نه کم دی نه زیات.”.او په اته بیلیونه انسانانو کې هم ښه او بد شتی. اوږدهء بحثونه دي.
    او وبښه ما اول نظر کښې فکر وکړ لمر ورور د (ځينې )ویی وړاندیز کړی و. بیا هم هیله ده چې خپه نه شې.
    د یو موټي،پرمختللي، او آزاد آباد افغانستان لپاره خو زه ،آن د داوود خان له دور نه په مبارزه کې یم او/ یو.سهواََ غلط فهمي دې په کښې نه وي. لاکن هوکې ،چې ظلم کوي خلاف ې یو. لر او بر یو افغان!.

  8. بیا هم بخشنه غواړم، خدای دی وکړی چه ډاکتر صاحب زما څخه خوابدی شوی نه یاستی.
    په احترام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب