یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeخبرونهد نورستان په کامدیش کې مخابراتي خدمتونه بشپړ شول

د نورستان په کامدیش کې مخابراتي خدمتونه بشپړ شول

تاند:( دوشنبه، د جدي ۲۶)‏ د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د طالبانو ځايي چارواکو د مخابراتي خدمتونو د بشپړیدو خبر ورکړی.

دغو چارواکو ويلي، چې له بيا واکمنيدو مخکې ېې په دې ولايت کې مخابراتي خدمتونه کمزوري وو، خو دوی اوس د نورو سيمو تر څنګ په کامدیش ولسوالۍ کې هم مخابراتي خدمتونه فعاله او پیاوړي کړي.

د نورستان د اترا ادارې مسؤل عبید الله وايي هڅه کوي د مخابراتي خدمتونو څخه پاتې ولسوالۍ منډول ته هم په نږدې راتلونکي کې مخابراتي خدمات ورسوي .

د نوموړي په وینا د نورستان د مرکز پارون مرکز اړوند په یو شمېر مخابراتي انتنونو کې چې په لوړو سیمو کې دي د واورو او یخ له امله ستونزې رامنځ ته شوې وې ، چې ورسره خدمات هم ټکني شوي وو.

د طالبانو له بيا واکمنيدو وروسته په نورستان کې د خدماتو د پراختيا خبرونه زيات شوي دي.

 

 

 

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب