Homeخبرونهټويټر د امرالله صالح اکونټ وتړه

ټويټر د امرالله صالح اکونټ وتړه

تاند:( دوشنبه، د جدي ۲۶)‏ ټويټر ټولنيزې رسنۍ په دغه رسنۍ کې د افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د لومړي مرستيال امرالله صالح اکونټ وتړه.

ټويټر کمپنۍ او خپله امرالله صالح د دې کار د دلیل په اړه څه نه دي ويلي.

د‌ صالح منتقدین د دې پریکړې لامل د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې له لوبډلمشر محمد نبي سره د نوموړي وروستۍ ناندرۍ بولي.

صالح په وروستيو ورځو کې د اسټراليا د هغې پریکړې ملاتړ کړی و، چې ویلي یې وو له افغان کرکټ لوبډلې سره په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ او د دوی له لوري د نجونو پر زده کړو د بنديز له امله لوبه نه کوي.

د امرالله صالح دغه دريځ د کرکټ ملي لوبډلې د لوبډلمشر محمد نبي په ګډون د افغانانو له پراخو منفي غبرګونونو سره مخ شوی و.

د امرالله صالح ځینې پلویان بیا د هغه د ټویټر اکونټ د بندیدو پریکړه د امريکا د بهرنيو چارو پخواني وزير مایک پمپیو سره د طالبانو د بیرته واک ته رسېدو په اړه ناندرۍ بولي.

1 COMMENT

  1. امرالله صالح نره خبره کړې ده او پمپيو هسې اپلتې ويلي دي.
    د کاونټ تړل يې ښايي چې همدغه وجه وي او دا به بې انصافي وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...