جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهلطيف اپريدی په پېښور کې ووژل شو

لطيف اپريدی په پېښور کې ووژل شو

تاند:(دوشنبه، د جدي ۲۶)‏ په پښتونخوا کې مشهور حقوقپوه او ملتپال سياستوال لطيف اپريدی نن د‌ پېښور محکمې مخې ته د يوه برید پر مهال ووژل شو.

پاکستاني پولیسو ویلي، چې يو تن یې پر نوموړي د بريد په تور نیولی دی.

۸۰ کلن لطيف اپريدی د نيشنل عوامي ګوند او پښتون ژغورنې غورځنګ له مخکښانو او مشهورو ملتپالو سياستوالو څخه و.

هغه د نورو ملتپالو پښتنو سياستوالو په شان په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه، له ترهګرو ډلو څخه ملاتړ او په پښتنو سيمو کې ېې د نا امنۍ پلانونه په روښانه ټکو نقدول.

د لر او برو پښتنو ډېرو ملتپالو ځوانانو د نوموړي وژل کیدا یوه لویه ضایعه او د پښتنو د فکري څېرو پر ضد خطرناک زنګ ګڼلی.

لطیف اپریدی، چې د لطیف لالا په نوم هم مشهور و، د ۱۹۴۳ م کال د نوومبر په ۱۴ د خیبر ایجنسۍ په تیرا کې زېږېدلی. په ۱۹۶۶ کې یې په پېښور پوهنتون کې ماستري کړې. دوه کاله وروسته یې له همدغه پوهنتونه د حقونو په برخه کې زده کړې وکړې.

دی په ۱۹۸۶ کې د پاکستان د ملي جرګې (نشنل اسمبلي) غړی شو. په ۱۹۸۹ کې د نشنل عوامي ګوند صوبايي مشر او بیا د دغه ګوند عمومي منشي شو.  ده د پېښور د حقوقپوهانو د ټولنې مشري هم کړې ده.

2 COMMENTS

  1. انا لله وانا اليه راجعون
    څښتن تعالی دې يې وبښي. او الله تعالی دې ورته جنت الفردوس ورپه برخه کړي.
    ارواښاد لطيف لالا ښه زړه سويه انسان او رښتينې سټه وه.
    د هغه مړينه يوه لويه تشه ده.
    درد او غم يې زموږ د ټولو ګډ دی.
    کورنۍ، خپلوانو او ټولو لارويانو او دوستانو ته يې تسليت وړاندې کوم.

  2. متاسفانه په افغان لویه زمکه د قتلونو سلسله دا څو کاله روانه ده، ملی او روڼاندی څېرې یو یو په نښه کیږی. دغه هدفمند قتلونه ټول پښتنوته متوجه دی. که دوی اتفاق ونه کړی، ډیره لویه دسیسه ورته جوړه ده. دا یو، دوه ، لس، سل ندی ، په زرګونو شهیدان لرو. که وخت له لاسه ووت وروسته به آرمان کول فایده ونکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب