دوشنبه, مې 6, 2024
Homeخبرونهسیف دي چلډرن په افغانستان کې د نسبي فعاليتونو د بیرته پیل...

سیف دي چلډرن په افغانستان کې د نسبي فعاليتونو د بیرته پیل خبر ورکړ

تاند:( یکشنبه، د جدي ۲۵)‏ ‏سیف دي چلدرن نن (یکشنبه) اعلان وکړ، وروسته له دې چې طالبانو د دوی ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړه چې بیرته کار پیل کړي، په دې هیواد کې یې خپل ځینې فعالیتونه له سره پیل کړل.

 دا موسسه وايي، هغه مهال به بشپړ فعالیت پیل کړي چې کار ته د ښځینه کارکوونکو د ستنېدو لپاره بشپړ ډاډ ورکړل شي.

د يادې موسسې یوه مشر ډیوید رایت وویل: « زموږ کارونه په نادولتي موسسو کې د ښځینه کارکوونکو پر کار کولو له بندیز سره درول شوي وو.‌ موږ د موثرو خدمتونو لپاره ښځینه کارکوونکو ته اړتيا لرو، له هغوی پرته خپلې چارې په سمه توګه نه شو سمبالولی. زموږ د تشکیلاتو ۵۰ سلنه ښځينه دي.»

سرچینه زیاتوي، چې د طالب چارواکو له لوري د ښځینه کارکوونکو د خوندي فعاليت له ډاډ ترلاسه کولو وروسته ېې د روغتيا، تغذيې او روزنيزو خدمتونو په برخه کې د فعاليتونو د بیرته پیلولو پلان نیولی.

طالبانو د نادولتي موسسو د چارو د بیرته پیل په اړه څه نه دي ويلي.

په نادولتي ادارو کې د ښځینه کارکوونکو د کار بندولو او پوهنتونونو ته د نجونو پر ورتګ د بندیز په اړه د طالبانو پریکړه په هېواد دننه او نړيواله کچه توندو غبرګونونو سره مخ شوې وه.

د طالبانو ځينو ملاتړو هم د دوی د افراطي پریکړو مخالفت کړی او ویلي، چې د دوی د داسې پریکړو قیمت د نړیوالو مرستو له دریدو او کمیدو سره د افغانستان وږي او له هر ډول امکاناتو محروم خلک لنډوي.

1 COMMENT

  1. ځینی ملحد کمونست مشرانو به ویل؛ موږ صرف څلور لکه که څلور میلیونه کسانو ته ضرورت لرو چي دې ملک کي پاتی شی،نورو ته اړتیا نلرو،تنظیمی غلو هم ځینو ساحو کی همدا نظر درلود ، د قوم، ژبی او سمت په وسیله د جهاد تر عنوان لاندی د بقالۍ دکانونه فعال وو ،تر څو خپله خبیثه تنده
    د ملت په وینو ماته او صاحب د څو مردارو ،مارکیټ یا شهرک او یا هم ولایتی امپراطور وګرځی ،خو
    دا ټول په متاع قلیل کی د ډیری ناچیزی برخی لپاره چی تر ټولو ښه اجرورکوونکی د اجر پر وړاندی، صفر ته نژدی ارزښت لری او دا ډول تلاش دا ښیی چی فاعل یی کامل مومن ندی ، رب العزت د ښه
    اجر ورکوونکی په حیث نه پیژنی ،د جهاد د سپیڅلی َنامه نه منحیث ارذل الناس مرتکب د غلا ، قتلونو ، همکاری او جاسوسی د ملحدانو سره د مجاهدینو د قتل لپاره او هر نوع دنائت ته د کسب مال لپاره غاړه ایښودل او بلا حدود ارتکاب د جرایمو هغه څه وو چي د تنظیمی نفاق تر څنګ زموږ مومن مجاهد ملت دبی شمیره پاکو مالی او ځانی قربانیو ثمره و نه څکله او زمینه یی ڼنی فضا ته مساعده کړه۰
    ګراف د تباهی او جهالت نور هم صعودی روان دي ؛صرف نوم او څیره د ملاده، خو دا ملا خلاف د ټولو شرعی،علمی او انسانی معیارو دا طالب جامع الکمالات دی ځکه چي انتحاری بدعت یی ترویج
    کړی هغه هم په جوماتونو او تعلیمی مرکزونو،عمومی لارو او اجتماعاتو کی د ملت وژنی لپاره۰
    دوی ته نور ملت ،ژوند او خدمت یی ارزښت نلری ، د څلویښت کلنی جګړی کوڼډی ، یتیمان،معیوبین ، متقاعدین او په لکهاوو مامورین چي صرف معاش ته ناست وو ،باید په تدریجی
    مرګ محکوم او ځای یی پټاویان او انډیوالانو ته ورکړ شی ،ځکه دا نور ملت ندی ، او ډدوی حکومت
    د هغوی پر وړاندی مسئولیت نلری ۰
    اطفال به موسسات ورته ساتی ،ښځو ته به جرمنی ، انګلستان او منافق ګاونډی د درس زمینه مساعدوی او پاتی به د ترکیی،پنجاب او ایران وحشی او داړونکو خولو ته حواله کیږی
    نه خدمت او حکومت کولی شم او نه بل منم،لکه د شمال د مجاهدینو د مسیر هوټلونو خوسا شوروا چ غوښه یی هم معلومه نه وه د کوم ځناور ده ؟ او اوسنی افغانستانی به ویل
    ؛یابه یی خوری که نه پیسی به راکوی ۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب