یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهروسيه: طالبان دې د ترهګرو ډلو د ختمولو لپاره عاجل ګامونه واخلي

روسيه: طالبان دې د ترهګرو ډلو د ختمولو لپاره عاجل ګامونه واخلي

تاند:( یکشنبه، د جدي ۲۵)‏ ‏د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې بهرنيو چارو وزارت ته څېرمه د تېرې اونۍ پېښه، چې لسګونه افغان ډیپلوماټان پکې ووژل شول، وغندله.

د وزارت ویاندې «ماریا زاخارووا» په دې اړه وویل:« دا غمجنوونکې پېښه د روسېې او پاکستان پر سفارتونو او چینايي هوټل د بریدونو د لړۍ تازه پېښه ده.»

هغې د طالبانو له حاکمې ادارې وغوښتل، چې د پېښې په اړه هر اړخيزې څېړنې وکړي او عاملان ېې د قانون منګولو ته وسپاري.

روسیې دغه راز د طالبانو له ادارې غوښتي، چې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د ریښو ختمولو لپاره بېړني ګامونه واخلي.

دغه هېواد په افغانستان کې د ترهګرۍ د ختمولو لپاره د سیمې د هېوادونو همغږي او همکاري هم اړينه ګڼلې ده.

د بهرنيو چارو وزارت مخې ته د تېرې اونۍ پېښه کې تر ۴۰ پورې افغان دیپلوماتانو ته مرګ ژوبله واوښته.

د یادې پېښې مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخیستی.

3 COMMENTS

  1. څوک چی خپله ترخګر وې نو نور ترخګر به ځنګه له منځ نه یوسی دوې خپله دی جهالت او پر مختګ ضد ډله ده نیم یې طالب دې او نیم هم داعش هغه دې اسلام ضد اوترقی ضد کارونه چی کوی بیا وایی چی دا داعش کړې دواړه همدا یوه ناولی ډله ده

  2. داعش یعنې د عراق او شام اسلامي دولت .
    شام اوسنۍ سوریه ، اردن ، فلسطین او لبنان ته وایی .
    هغوی د یو داسې اسلامي دولت خوبونه ویني چې ټول اسلامي هېوادونه یې تر سلطې لاندې وي . دا تر ټولو ناقصه ، ظالمه او له وحشته ډکه قومي ډله ده چې د هغو سیمو بېسواده او بېرته پاته خلک پکې راټولوي او استعمالوي یې . تر ډېره د عراق او سوريې حاکمې شیعه ډلې د داسې یو حس د راپیدا کولو عاملین دي . دوی پر سني مذهبه عربانو باندې ظلم کوي او هغوي په مقابل کې شدید انتقام اخلي .
    په افغانستان کې داعش په نوم دا د پنجاب له خوا روزل شوې او هغوی د منافعو د ساتلو لپاره یوه تروریستي ډله ده چې دوی غواړي هغه پخوانۍ کیسه د مجاهد ، ټالب او داعش تر عنوان لاندې پرمخ بوځي . که دا ټول ورک شول سبا به د چړیانو په نوم یوه ډله جوړوي ترڅو په افغانستان کې وحشت ته دوام ورکړي . په رښتیا هم ټالب او داعش دلته د یوې سکې دوه مخونه دي چې کله په یوه نوم جنایت کوي او کله په بل نوم .

  3. روسیه اوس له تالبانو غواړی چی په خپل منځ کی په یو بل پټاونه وکړی ترڅو افغانستان د ترهګرو پاک شی. ډیره غوره مشوره ده که تالبان يی عملی کړی
    هم به افغانستان له ترهګرو پاک شی او هم به افغانان د تالبیزم له وحشت او ترهګرۍ وژغورل شی. روسانو ته که څه هم زیات خلک د خرو القاب کاروی خودا مشوره يی بده مشوره نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب