یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Home+د انلاین زده کړو لپاره وړیا ګټورې ویبپاڼې

د انلاین زده کړو لپاره وړیا ګټورې ویبپاڼې

کرامت الله وردک

(Useful Websites for Online Learning)

د تکنالوژۍ پر مټ د معاصرې نړۍ خلک هڅه کوي چې هر څوک د زده کړو لپاره په هر وخت او هر ځای کې لاسرسی ولري، چې دوی تر ډیره په دې توانیدلي هم دي.

د زده کړو وړیا کیدل په دې معنا نه دي چې خدای مه کړه ددوی ارزښت په کمیدو دی، بلکې ترې دا تعبیر کیږي چې د دې نړۍ هر فرد د زده کړو حق لري.

دلته یو څو وړیا ویبپاڼې درپیژنم چې پر لیکه (online) بیلابیل کورسونه او زده کړیز پروګرامونه او برنامې لري او هغه څوک چې له انګلیسي ژبې سره څه نا څه بلدیت لري؛ کولای شي ترې استفاده وکړي او زده کړه وکړي:

  • Edx د بیلابیلو برخو د زده کړو لپاره د نړۍ د بیلابیلو مشهورو پوهنتونونو کورسونه پکې په وړیا ډول تعقیبولای شئ، که غواړئ ترې تقدیرنامه یا Certificate او یا دیپلوم لاسته راوړئ؛ په هغې بیا درنه لږ پیسې اخلي.
  • com: دې ویبپاڼه کې هم په میلیونونو کورسونه پیدا کولای شئ. دا هم دوه برخې لري، چې ځینې یې وړیا او ځینې بیا په پیسو دي.
  • com: دلته تاسې کولای شئ چې د Udemy هغه کورسونه چې په پیسو دي؛ وړیا پیدا او ښکته کړئ.
  • Simplilearn: که غواړئ چې آنلاین وړیا کورس له وړیا سرټيپیکټ سره یو ځای لاسته راوړئ؛ دا ویبپاڼه یې بهترین ځای دی. کله چې تر ۸۵ سلنه پکې کورس ختم کړئ؛ تاسې کولای شئ ترې سرټیپیکټ را ډانلوډ کړئ.
  • Khan Academy: دا هم د آنلاین زده کړو لپاره یوه غوره ویبپاڼه ده چې په بیلابیلو برخو کې په وړیا ډول خپل خدمات وړاندې کوي.
  • Stanford online: د آنلاین زده کړو لپاره دغه هم غوره ویبپاڼه ده، ورشئ او د free content برخه پکې وټاکئ او وروسته په Fee courses له کلیک کولو څخه کولای شئ د خپلې خوښې وړ برخه پیدا او پکې زده کړه وکړئ.
  • Alison: دغه هم د آنلاین زده کړې لپاره یوه غوره ویبپاڼه ده، د هر کورس له ۸۰ سلنه بشپړولو وروسته سرټیپیکټ هم ورکوي.
  • Digital Google Garage: د ګوګل کمپنۍ لنډمهاله کورسونه پکې تعقیبولای شئ، کولای شئ په وړیا ډول ترې سرټیپیکټ هم لاسته راوړئ.
  • Udacity: په دې ویبپاڼه کې بیلابیل کورسونه او پروګرامونه په وړیا ډول شته. له free courses or free programs له مینو ټاکلو وروسته پکې د کورسونو وخت Course duration هم ټاکلای او پکې وړیا زده کړه کولای شئ.
  • Future learn: دلته هم کولای شئ چې په بیلابیلو برخو کې په وړیا ډول زده کړه وکړئ او خپلو مهارتونو ته په خپل کور کې وده ورکړئ.
  • Doulingo: د بیلابیلو ژبو د زده کړې لپاره بهترینه ویبپاڼه ده، ورشئ او پکې د خپلې خوښې ژبه زده کړئ.

یادونه: همداسې ډیرې بیلابیلې ګټورې ویبپاڼې شته چې پکې کولای شئ خپلې زده کړې په وړیا ډول وکړئ.

نه یوازې دا، بلکې که تاسې په انګلیسي نه پوهیږئ، اوس په یوټیوب کې اکثر پښتو کورسونه هم وړیا پیدا کیږي.

راځئ! دا بهانه نه شي کیدای چې ګواکي موږ د دومره لوړ کیفیت والا کورسونو او زده کړیز پروګرامونو ته د ډیرو لوړو فیسونو له امله لاسرسی نه لرو، بلکې تاسې کولای شئ په وړیا ډول په خپل کور کې دې ډول زده کړو ته لاسرسی پیدا کړئ.

د آنلاین زده کړو لپاره:

  • انټرنیټ
  • په خپل کور کې یوازې او آرام ځای
  • مهالویش
  • پرله پسې تعقیب

دا هغه څه دي چې پکې کولای شئ په غوره توګه له آنلاین کورسونو څخه زده کړه وکړئ او له امله یې خپلې کورنۍ او ټولنې ته خدمت وکړئ.

2 COMMENTS

  1. Wror Wardak KiramatUllah Sahb
    An excellent information esp. for Afghan Girls & women etc…
    But, I think there should be enough Electricity, cheap Internet & proper health for the followers.
    Thank you so much.

  2. د لېوال ډيجيټل ښوونځي او لېوال ډيجيټل پوهنتون سره پخپل هېواد او خپل کور کې پرته له پيس وړيا زدکړې وکړئ، د نورو مالوماتو لپاره د ښوونځي ويبځاى lds.liwal.com او د پوهنتون ويبځاى ldp.liwal.com وګوري. د ښاغلي وردګ څخه مننه چې بهرني کورسونه يې راټول کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب