وایي: “تشه لاسه ته مې دښمن یې.”
نن سبا په نړۍ له سیاسي او اقتصادي بدلونونو سره د نړۍ ډېر هېوادونه، ټولنې او ځانګړې کورنۍ له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان دي. که چېرې یوه کورنۍ د خبلو بچو لباره کافي خواړه، لباس، د اوسېدلو لپاره کور ونه لري، له زده کړو محروم او روغتیایي ستونزې ورباندې بار وي. د کار کولو عاید یې تر نورمال لګښت کم وي. دې ډول کورنیو ته بېوزلې کورنۍ ویل کېږي.
د هېوادونو او ټولنو په کچه د کوم هېواد او یا ټولنې چې د سړي سر کلني عاید ډېر کم وي او د کورنۍ لګښت پوره نه شي کړای. دا ډول هېوادونه او ټولنې بېوزلي بلل کېږي. د بېلګې په توګه د بنګلدېش د خلکو کلني د سړي سر عاید ١٧٥٤ ډالره دی او بیا د ناروې هېواد د سړي سر کلنی عاید ٥٣٢٩٨ ډالره دي.
نو ویلای شو چې بنګلدېش د ناروې په تناسب ډېر بېوزلی هېواد دی.
دا په دې مانا نه ده چې په بېوزلو هېوادونو کې ټولې کورنۍ بېوزلې او په بډایو هېوادونو کې ټولې کورنۍ بډایې دي.
بلکې په بېوزلو هېوادونو کې بډایې کورنۍ هم شته او په بډایو هېوادونو کې بېوزلې کورنۍ هم ډېرې دي. خو د دواړو هېوادونو بېوزلې کورنۍ د ژوند د سطحې له پلوه سره توپیر لري.
د بېوزلو هېوادونو بېوزلې کورنۍ د ژوندي پاتې کېدو په غم کې وي، د ژوند له لومړنیو اړتیاوو څخه هم بې برخې وي او ځان له سیالانو سره سیال نه شي ګڼلای، ځکه خو وایي:
“چې روپۍ نه لري، روپۍ نه ارزي.”
دا نور بیا بېوزلي، د کلني استراحت لپاره د کافي او د دوی له هیلو سره سم د پیسو نه لرل او د کال له موډ سره برابر د ژوند د اړتيا وړ توکو نه رانیول بیوزلي ګڼي.
وایي:
“ډک جېب د تندي ګونځې له منځه وړي.”
بېوزلي بېلابېل اړخونه لري، د کلني عاید تر څنګ ټولنیز، رواني او کلتوري اړخ هم لري. ټولنيزې ناخوالې او مردود دودونه هم په بېوزلۍ کې رول لري.
د اوسېدلو د ځای نه لرل، روغتیایي خدمتونو ته نه لاسرسی، د کلني عاید کموالی، لوږه، تبعیض، بېځایه سیالۍ، له ښوونې او روزنۍ څخه محرومیت، د کار نه لرل، په جګړو کې ښکېلتیا، د ظالمو حکومتونو لرل، د هېواد خراب جغرافيوي موقعیت او له ګاونډیانو سره د دښمنۍ تر کچې خرابې اړيکې، دا او دې ته ورته نورې ناخوالې د بېوزلۍ اړخونه دي.
له بېوزلۍ څخه راوتل ډېر ستونزمن کار دی. ځکه له بېوزلۍ څخه د یوې کورنۍ، ټولنې او په لويه کې یوه هېواد په هغه صورت کې راوتلی شي، چې کلک هوډ، او ټينګه اراده ولري.
په ترتيب فرد، کورنۍ، ټولنه او په ټوله کې د هیواد ټول وګړي ښځې او نارینه لاس په کار شي، د یوه واحد ملت په توګه د دې ناوړه پدیدې د ورک کولو لپاره یو او بل ته لاس ور کړي، کار وکړي، خولې تويې کړي تر څو دغه سترې موخې ته ځان ورسوي.
بې تفاوته افراد، پاشلې کورنۍ، لټې او کاهلې ټولنې، لټ، مغرور، جاهل بي سواده او پاشلي ملتونه د دې وړتیا نه لري چې له دې شومې پدیدې يانې بېوزلۍ سره قاطع او ټینګه مبارزه وکړي.
خوشال بابا به ویل:
“که زړه سخي لري چې مال یې نه وي
په ځان مې وليد څه حال یې نه وي
که باز دا دواړه هنر د ښکار لري
ښکار به څه کوي چې بال یې نه وي”
د دې لپاره چې کورنۍ له کورنیو، ټولنې له ټولنو او هېواد له هېوادونو سره د سیالانو په ډله کې ودرېږي، اړینه ده چې د بېوزلۍ د ختمولو لپاره هر اړخیز کار وکړي.
خوشال بابا به ویل:
“زر په بده ورځ په کار وي
هوښیار ځکه ساتي زر
د زردار بلا په زرو
د نادار بلا په سر
چې سپر وي ګذار په سپر شي
چې سپر نه وي لاس شي سپر”
افغانستان د نړۍ په کچه د بېوزلو هېوادونو په ډله او کتار کې دی. په افغانستان کې اکثره کورنۍ د ژوند کولو لپاره اړینو توکو، روغتيايي خدمتونو، زده کړو، د اوسیدلو لپاره ځای ته لاس رسی نه لري. د هېواد په کچه هغه څه چې د یوه نورمال ژوند لپاره اړین دي په هېواد کې نه شته او د سړي سر کلني عاید هم ډېر کم دی، هغه ٤٩٢ ډالره اټکل شوی دی.
رحمان بابا به ویل:
“د دنیا کارونه واړه په دنیا شي
رحمان څه وکړي چې نه لري دنیا”
په افغانستان کې بېوزلۍ عامه ده، خو د ښارونو په تناسب په لیریو پرتو سیمو کې د کار د نه لرلو له امله د بېوزلۍ کچه ډېره لوړه ده. ویلای شو چې له هرو پنځو کسانو څخه يې څلور تنه په بېوزلۍ کې ژوند کوي.
په نړۍ کې بېوزله هغه چا ته وایي چې په منځني توګه د خوراک ورځنۍ کالوري يې له ٢٥٠٠ کالوري څخه کمه وي. نړیوال بانک بیا بېوزلی هغه کس ته وایي چې ورځني عاید یې له ٢٥ ، ١ ډالرو څخه کم وي. که ورځنی عاید یې له دوو ډالرو څخه کم وي بیا په منځنۍ بېوزلۍ کې شمېرل کېږي.
د اسلام په سپېڅلي باور کې شخصي ملکيت روا بولي، خو تر څنګ يې بېوزلي هم ورته د منلو وړ نه ده. په اسلام کې په هر شتمن مسلمان د زکات، سرسايې او صدقي له لارې له بېوزلو سره پر مرسته ټینګار شوی دی.
څومره چې په یوه ټولنه کې بېوزلي زیاته وي په همغه اندازه غلا، وژنه، جهالت، نفاق، کرکه او ناروغي په کې ډېره وي.
د بېوزلۍ د لمنځه وړلو لپاره هوډ او منظم پروګرام ته اړتیا ده، ځکه په “حلوا حلوا ویلو خوله نه خوږېږي.”
دا کار يوازې هغه مشران تر سره کولای شي، چې له خپل هېواد سره مينه ولري او خپل خلک ورته ګران وي.
هغه مشران چې انسان او انسانیت ورته ارزښت ولري، د بېوزلۍ ناخوالې درک کړای شي او د ورکولو لپاره ټینګ هوډ ولري.
که موږ وغواړو چې یوه هوسا او سوکاله ټولنه ولرو، د هر افغان انساني، ملي او دیني دنده ده چې د بېوزلۍ د ورک کولو لپاره یو او بل ته لاس ورکړو، د باندنيو او کورنیو له دښمنۍ ډک لاسونه له خپل هېواد څخه لنډ او په ګډه د ورورۍ او یو او بل ته د درناوي په فضا کې کار وکړو.