Home+د تجدیدوونکې انرژۍ د تولید لپاره وسیله جوړه شوه

د تجدیدوونکې انرژۍ د تولید لپاره وسیله جوړه شوه

تاند- په سویس کې څېړونکو داسې وسیله جوړه کړې چې له هوا او د لمر له وړانګو هایدروجن جوړوي.

هایدروجن د پاکې انرژۍ لپاره کارول کېږي.

دوی دا وسیله له طبیعي فوټو سینټز څخه په الهام جوړه کړې ده.

د یورو نیوز له راپور سره سم، سویسي څېړونکي وايي، دا کوچنۍ وسیله یوې پاڼې ته ورته ده او دوی هیله لري چې د تجدیدوونکې انرژۍ د زېرمه کولو ستونزه به د تل لپاره حل کړي.

نن سبا په نړۍ کې د لمر او باد په شان تجدیدونکېو انرژیو ته پام ډیر دی ځکه چې د فوسیلي انرژیو په شان هوا نه ککړوي.

د نړۍ په یو شمېر هیوادونو کې څېړونکي له کلونو راهیسې د داسې انرژۍ د تولید په لټه کې دي چې اقلیم ته زیان نه پېښوي.

د سویس د (EFPL) پوهنتون څېړونکی کوین سیوولا وايي، د هوا له کاربون ډای اوکسایډ څخه د طبیعي فوټوسنټیز عملیه د لمر په وړانګو او بیا د قند له تولید سره تړلې وي.

دی وايي چې دوی هم غوښتل چې دا کار وکړي یعني د لمر وړانګه او اوبه له هوا واخلي او د لمر انرژي د هایدروچن په بڼه زېرمه کړي.

که څه هم تر دې مخکې د مصنوعي فوټوسنټیز عملیه ښودل شوې، خو د سویسي څېړونکو نوې ټکنالوژي دوې ستونزې له منځه وړي یوه له هوا څخه د اوبو اخیستل او بل د لمر په وړانګو د کیمیايي انعکاس د انرژۍ برابرول.

دا څېړنه په اډوانسډ مټریالز نشریه کې خپره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...