شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهاتمر: نړیوال بنسټونه دې د افغان دیپلوماتانو او مرسل نبي زاده وژل...

اتمر: نړیوال بنسټونه دې د افغان دیپلوماتانو او مرسل نبي زاده وژل ژر وڅېړي

تاند:( دوشنبه، د جدي ۲۶)‏ ‏‏د‌ افغانستان د پرزول شوي جمهوري نظام د بهرنيو چارو وزير محمد حنيف اتمر له ملګرو ملتونو او نړیوالو بشري سازمانونو غوښتي، چې په افغانستان کې د لسګونو دیپلوماتانو د مرګ ژوبلې او د تیرې ولسي جرګې د غړې مرسل نبي زاده د وژل کیدو پېښه په عاجله او بې طرفانه ډول وڅېړي.

نوموړي دا پېښې د پرزول شوي جمهوري نظام د ملکي او پوځي مامورينو پر وړاندې يو بشپړ کمپاين ګڼلی.

د اتمر په وينا، د طالبانو اداره په مسوولیت اخیستو کې په شدت سره ناکامه ده او نړیوال باید د عاجلو څېړنو له سرته رسولو سره، د نورو وینه توییدنو او نویو بحرانونو مخنیوی وکړي.

د‌ مرسل نبي زاده او د بهرنيو چارو وزارت د دیپلوماتانو د وژلو وروستۍ پېښې په پراخه کچه غندل شوي.

طالبانو د پېښو د عاملینو لپاره د هڅو خبر ورکړی.

د دیپلوماتانو د مرګ ژوبلې مسووليت داعش ډلې پر غاړه اخیستی، خو د مرسل نبي زاده د‌ وژلو مسووليت چا نه دی منلی.

2 COMMENTS

  1. ددې ځینې خلکو افغانیت ختم شوی، پخوا به چې څوک وتښتید یا به یې جنګ او سیاست کې ماتې وخوړه نو بیا به چیرته پټه خوله او خاموش ناست ؤ حتی ورک به شو لاکن اوس بګیل شوي د نورو زیاتې غورې کوي چې که بیا راغلو دا به وکړو هغه به وکړو. ستاسو په دور کې خو ډیر خلک همداسې د مرسل غوندې ووژل شو او اکثره تاسو خپله د خپل ناکام سیاست ښکار کړل حتی هغه چې ستاسو ښی لاسونه و لکه غورځنګ چا یې موضوعګانې وڅیړلې؟ ته اوس راپاڅې او د هغه خلکو سره حساب کوې چې نه یې نړۍ مني او نه افغانان او نه هغوی نړۍ او انسانیت ته احترام لري، شنه خره، جاهل او بیسواده خلک ستاسو د ناکام سیاست او بې کفایته او فاسد دولت له امله په افغانانو مسلط شو. که څه هم طالب نه نفرت لرم خو بیا وایم چې ستاسو فاسدو نه یو څه ښه دي لږ تر لږه ددوی په دور کې خو مرګ ژوبله ستاسو په پرتله کمه شوې.

  2. که دې حساب او کتاب مثله وې نو اول باید تاسو جاسوسانو سره وشې چی افغانستان مو چور کړ او خلک مو مړه کړل او بیرته وتشتدی ستاسو چا سره حساب وکړ هره ورځ لندغرو په کوڅو کی بیګناه خلک لکه چرګانو غوندې وځل دا ستاسی دې سپین سترګې او حماقت علامه ده چی په ډیره بی شرمې سره دا خبرې کوې نبی زاده هم ستا غوندې یوه وه چی دې اسلام دې نامبدی لپاره استخدام شوی وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب