پنجشنبه, مې 9, 2024
Homeخبرونهکندهاري ځوانانو په ګډه يو موټر جوړ کړی

کندهاري ځوانانو په ګډه يو موټر جوړ کړی

تاند:( دوشنبه، د جدي پینځمه)‏ ‏په کندهار کې د طالبانو د حاکمې ادارې ځايي چارواکو ويلي ، چې د دغه ولايت يو شمېر ځوانانو په ګډه موټر جوړ کړی.

د کندهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس مولوي نور احمد سعيد ويلي ،چې د دغه موټر جوړولو دوه کاله وخت نیولی او اوس د ښار په واټونو کي چلول کیږي.

دغه طالب مقام د داسې ځوانانو د ملاتړ او هڅونې خبر هم ورکړی.

دا په داسې حال کې ده، چې ورځ تر بلې له افغانستان څخه د زرګونه تنو، په خاص ډول ځوانو کادرونو د وتو خبرونه ورکول کېږي.

اقتصادي او بشري ناورين، پر زده کړو او ژوند سخت دریځه قيودات او له زده کړو د نجونو محرومول د طالبانو له لاسه هېواد نه د خلکو د زړه توري کیدو او مهاجرت اصلي لاملونه ګڼل کېږي.

2 COMMENTS

  1. په تیره بیا په کندهار کې سي څوک د کار لټولو لپاره مرتد طالب ادارې ته د کار لپاره ورسي . طالب د دیپلوم او دکتورا په ځای ورته وایی لوطي مدرسه د ویلې او که نه ؟ که هغه ځوان ديپلوم ورښکاره ورته وایی دا د کفر سند ده تا مدرسه نه ده ویلې 😭☹️

  2. د کندهاري ځوانانو فکر ، ابتکار او عمل د ستایلو دی.
    کندهار به هغه وخت کندهار شي چې له خپل ولایت نه د پنجاب تور لاسونه لنډ او د ملا خبیث په نوم پنجابی او د هغه د قرون وسطی ډله د خپلو اعمالو په سزا ورسوي . افغانان بیا د ټول افغانستان د ملي زعیم احمدشاه بابا په شان یو ملي ، افغانی او اسلامي فکر تربیرغ لاندې سره راټول کړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب