Homeخبرونهترکېې د پکتیکا یو شمېر زلزله ځپليو ته کورونه جوړ کړل

ترکېې د پکتیکا یو شمېر زلزله ځپليو ته کورونه جوړ کړل

تاند:( سې شنبه، د جدي شپږمه) ‏د ‎پکتيکا په برمل ولسوالۍ کې ۳۸ زلزله ځپلو کورنيو ته کورونه جوړ شول.

د ياد شوي ولايت د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې طالب رييس مطيع الله منصور وايي چې دغه کورونه د ترکيې خيريه بنسټ په مالي ملاتړ د ۵۰۰ زرو ډالرو په لګښت جوړ شوي چې پرون خپلو مالکانو ته وسپارل شول.

سرچینې د نورو بې کوره شویو خلکو د کور جوړولو په اړه څه نه دي ويلي.

د پکتیکا په برمل او ارګون ولسواليو کې څو مياشتې مخکې سختو زلزلو د زرګونو تنو د مرګ ژوبلې تر څنګ سلګونه کورونه ونړول، چې د ځينو کورنيو بنسټونو تر څنګ ورته نړیوالو بنسټونو د کورونو د بیرته رغولو خبر ورکړی و.

څه موده مخکې يو شمېر نورو کورنيو ته د مشهور افغان کرکټ لوبغاړي راشد خان ارمان د بنسټ له لوري کورونه جوړ شوي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...