دوشنبه, مې 20, 2024
Homeخبرونهسعودي او پاکستان له طالبانو وغوښتل چې د افغان ښځو حقونه ورکړي

سعودي او پاکستان له طالبانو وغوښتل چې د افغان ښځو حقونه ورکړي

تاند (سې شنبه، د جدي ۶ مه) سعودي عربستان او پاکستان پرون (دوشنبه) په ګډه اعلامیه کې د ښځو خلاف د طالبانو وروستي اقدامات وغندل او له هغو یې وغوښتل چې د ښځو حقونه تضمین کړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت دا اعلامیه د دوو وزیرانو له ټېلفوني خبرو وروسته خپره کړې ده.

د سعودي د بهرنیو چارو وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود او د هغه پاکستاني ساري بلاول بوټو زرداري پر طالبانو غږ وکړ چې ښځو ته د ژوند په ټولو برخو کې بشپړ او له نارینه وو سره برابر حقونه ورکړي.

د طالبانو له لوري د ښځو پر کار او تعلیم بندیز په نړۍ کې په پراخه پیمانه له انتقادونو سره مخامخ شوی دی.

طالبانو په وروستیو کې د خپلې تېرې دورې په شان افراطي اقداماتو ته مخه کړې ده. که څه هم ځینې ګومان کوي چې طالبان په دې توګه غواړي چې نړیوال تر فشار لاندې راولي چې د دوی حکومت په رسمیت وپېژني خو ډیر نور فکر کوي چې دا ډول اقدامات به طالبان لا ډېر منزوي او افغانستان به د نړیوالو له بشري مرستو بې برخې کړي.

2 COMMENTS

  1. څنګه نن د پنجاب مرتد د بې نظیرې چیچئ غپیږي ؟ دا ددوۍ دلاس ګلان دي جاهل لاسپوڅي طالبان. مرتد خنزیر سوډر پنجابی اوس په دغو غربړو د ځان لپاره د خیرات ټولو لاره پیدا کوي تف لعنت په فاسد نجس پنجاي 😡

  2. په خواشینۍ سره دا خوارج او له اسلامه وتلې ډله د دغو یادشویو هېوادونو د لاس نیالي دي . لکه چې افغانستان یې تباه کړ، دوی د له مونږ مخکې تباه شي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب