شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهسعودي عربستان له طالبانو وغوښتل چې د نجونو د زده کړو په...

سعودي عربستان له طالبانو وغوښتل چې د نجونو د زده کړو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي

تاند (چهارشنبه، د قوس ۳۰مه) سعودي عربستان د طالبانو له حکومته وغوښتل چې د نجونو د زده کړو په اړه خپله پرېکړه بېرته واخلي.

د سعودي عربستان رسنیو نن د خپل هیواد د بهرنیو چارو وزارت په قول ویلي چې دا وزارت د پوهنتون له زده کړو د افغان نجونو د محرومیت په اړه د طالبانو پر پرېکړه حیرانتیا او خواشیني ښيي.

سعودي عربستان ویلي:«دا پرېکړه په ټولو اسلامي هیوادونو کې د حیرانتیا سبب شوې ده.»

د نړۍ په هیڅ اسلامي هیواد کې نجونې له زده کړو او ښځې له کاره منع نه دي.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي:«له لوړو زده کړو څخه د ښځو منع کېدا افغان ښځو ته د قانوني حقونو، چې تر ټولو مهم یې د زده کړې حق دی او دا د افغانستان د خلکو لپاره له امنیت، ثبات، پرمختګ او سوکالۍ سره مرسته ده، له ورکولو سره په ټکر کې دي.

متحده عربي اماراتو هم د طالبانو پرېکړه غندلې ده.

پاکستان هم، چې د ډیرو افغانانو په باور د طالبانو مشر ملا هیبت یې د لاس آله ده، ظاهراً د نجونو پر مخ د پوهنتونونو د بندولو په اړه د طالبانو پرېکړه غندلې ده خو د پردې شا ته هڅه کوي چې نړیوالو ته ووايي چې دا د افغانانو کلتوري مسله ده.

تر دې وړاندې ملګروملتو، امریکا، بریتانیا، اروپايی اتحادیې، ناروې او ګڼو نورو هیوادونو د طالبانو پرېکړه غندلې او له دې ډلې یې غوښتي چې خپله پرېکړه بېرته واخلي. خو روسیې او چین تراوسه پورې په دې باب څه نه دي ویلي.

په افغانستان کې دننه د پوهنتونونو لسګونو استادانو استعفاوې اعلان کړي او د ټولنیزو رسنیو فعالانو د خواله رسنیو له لارې خپل اعتراضونه څرګند کړي دي خو د طالبانو د مشر د دې پرېکړې په دفاع کې نه طالبانو او نه هم د دوی پلویانو ډیر څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب