Home+وینکُو وَر، د سپینو واورو شین ښار | ولي الله ملکزی

وینکُو وَر، د سپینو واورو شین ښار | ولي الله ملکزی

 برټش کولمبیا / کاناډا:

د کاناډا په جنوب لویدیځ کې، د آرام سمندر په څنډې پروت وینکو ور – Vancouver د برټش کولومبیا (BC) د ایالت تر ټولو ستر ښار دی. د مالګینو اوبو مستو څپو، ګرد چاپيره شنو غرونو چې په سپينو واورو پوښل شوي او د ساحل د رڼو اوبو په سر د کوچنیو الوتکو کښیناسلتو او الوتلو دې ښار ته بې جوړې ښکلا بښلې ده. هره خوا دنګې شنې شیشه اي ودانۍ، د آرایش او سوداګریزو اعلانونو ځل بل او په واټونو کې له موسکا او انرژۍ ډکې څیرې، د دې ښار هویت ګڼل کیږي. ښايي له همدې امله؛ هر کال ۱۵ ملیونه خلک د سیل او چکر لپاره راځي او د یو راپور له مخې، دا د نړۍ د پنځلسو سوتره  ښارونو په کتار کې ولاړ دی.

د مټرو وینکو ور دا سیمه د دوه نیم ملیونه آدم ذاتو کور دی؛ ۷۲ زره یې مسلمانان دی چې له دې جملې څخه تقریبا ۸ زره یې افغانان دي چې زیاتره یې په دې وروستیو دوو کلونو کې را کډه شوي. دلته ۳۰ جامع جوماتونه آباد دي؛ ګڼ شمیر حلال رستورانونه او د ختیځې نړۍ د خوړو او لباسونو دوکانونه لیدل کیږي. چینایان، هندیان، ایرانیان او عربان خپل کلتوري مرکزونه لري، خو افغانان د کاروان په پای کې په خاړپوڅو مزل کوي. د ۲۰۰۵م کال د قانون له مخې، دلته سړې له سړي او ښځه له ښځې سره واده کولاې شي. همدا رنګه په ۲۰۱۸م کال کې پریکړه وشوه چې د دې هیواد هر بالغ کس چې عمر یې له ۱۹ کالو څخه زیات وي، کولاې شي چرس واخلي او د ساعت تیرۍ په خاطر یې وڅښي.

د یو عام وګړي کلنې متوسط دخل یا ګټه ۵۶ زره ډالره ده او یو کارګر چې په رستورانت، د تیلو پمپ یا مغازې کې کار کوي، د یو ساعت مزد یې ۱۶ ډالره دی. د کورونو کرایې ډیرې لوړې دي چې په منځني ډول د میاشتې د درې نیمو او څلور نیمو زرو ترمنځ ده. د یوې خونې آپارتمان چې پخلنځې او یو تشناب ولري، میاشتینۍ کرایه یې نژدې ۱۸ سوه ډالره ده. خو د ټرانسپورټ له بابته، دا یو له بهترینو ښارونو څخه دی چې هرې پنځه دقیقې وروسته ارزان بیه دولتي اورګاړي او بسونه چې TransLink او SkyTrain نومیږي، د ښار هرې خوا ته په منډه دي. یواځې ۴۸ سلنه خلک یې د انګریزي ژبې اصلي ویونکي دي، چینايي او پنجابي ژبې هر چیرې اوریدل کیږي. د ټیکسي موټرو له ۷۰ سلنې زیات چلوونکي یې هندي پنجابیان دي چې ځینې یې اوږدې ګیرې لري او ژیړ رنګي پټکي په سر کوي. د دې ښار ګڼ شمیر خلک د اونۍ په وروستیو دوو ورځو کې د امریکا د واشنګټن ایالت پلازمینې، سیاټل ته د سود سودا لپاره تګ راتګ کوي چې د موټر مازې یوه نیمه ګړۍ مزل دی.

دا سیمه په ۱۷۹۲م کال کې د یو پیرنګي جګتورن، جورج وینکو ور لخوا کشف شوې او له همدې وجې د هغه په نوم نومول شویده. مساحت یې ۲۸۸۰ کیلو متره مربع دی او د سمندر له سطحې څخه یواځې دوه متره لوړه دی. دلته ۶ پوهنتونونه او ۱۸ کالجونه شتون لري چېرته چې لسګونه زره ځوانان او پيغلې څنګ په څنګ خپل لوړ تحصیلات کوي. د دې ښار د سږ کال بودیجه، دوه ملیارده شپږ سوه دوه دیرش ملیونه ده؛ په داسې حال کې چې د سین هوا د خبري آژانس د راپور له مخې، په همدې کال کې د افغانستان ټوله کلنۍ بودیجه ۲ ملیارده او شپږ سوه ډالره ښودل شوېده.

له روسیې وروسته، کاناډا د نړۍ دوهم ستر هیواد دې. مساحت یې ۹ اعشاریه ۹ ملیونه کیلو متره مربع ته رسیږي چې له افغانستان څخه پنځلس کرته لوی دی؛ ولې د دواړو هیوادونو نفوس یو برابر (۳۸ ملیونه) دی. یواځې په جنوب او شمال لویدیځ (الاسکا) کې د امریکا د متحدو ایالتونو سره د ۸۹۰۰ کیلو مترو په واټن ګډ مځکنې سرحد لري او پاتې درې خواوې یې له سمندر سره نښتې دي. لس ایالتونه او ځینې خود مختاره سیمې لري؛ د فدرال حکومت صدراعظم یې، جسټن ټروډو دې؛ د کامنولت او د G–8 ( اتو سترو صنعتي او اقتصادي هیوادونو) غړی دی.

ما د خپل سفر په ترڅ کې له دوو ځوانانو او دوو پیغلو څخه د هغوئ د ښار او هیواد د تاریخ په اړه وپوښتل؛ د ټولو ځواب همدا وو چې موږ په تاریخ چندان نه پوهیږو او له تیرې زمانې سره کار هم نه لرو؛ خو د وینکو ور په حال ویاړو او په راتلونکې یې ډاډه یو. دوئ زموږ په څیر، په ماضي باندې شخوند نه وهي چې پنځه زره کلن تاریخ لرو او د امپراتوریو هدیرې مو جوړې کړیدي.

بس همدا زموږ او د نورو توپير دې چې موږ نجونې له خپل حق څخه محروموو او دوئ یې تعلیم ته هڅوي؛ موږ شعار ورکوو او دوئ شعور کاروي!

————————————-

په مننې سره؛ ما په پاسنۍ لیکنې کې د لاندې سرچینو څخه استفاده کړیده:

EXPLORE VANCOUVER, Global News,  Google, The Vancouver Sun

2 COMMENTS

  1. سلام.
    ملکزی صاحب ولي الله خانه ! ډیر په زړهء پورې او مختصر خو ټول اړخیز یونليک دی.
    ما د کاناډا صفتونه له ځینو دوستانو څخه اورېدلي ول او په ځانګړې ډول د وانکوور ایالت ېې. په هر حال
    – په بښنې سره یوه کوچنۍ املايي سهوه ،په لمړني پاراګراف ،دریمې کرښې کې … دساحل د رڼو اوبوپه سر د کوچنیو(الوتکو؟)کیناستلو او الوتلو …. ته مو توجه رآړوم.
    زما په آند به (الوتونکو یا مرغانو )وي. څنګه؟
    خیر ،ادیبان پی نقط نروند ..و یا بروند!!
    درناوي./ بروکسل ۲۲ ډسمبر

  2. صافی صیب، د هڅونې مو منندوئ یم. دلته د یو انجن وړوکې الوتکې دي چې ما یې یوه لنډه ویډیو هم جوړه کړیده؛ په یو ځانګړي مهارت سره د ډاون ټاون (د ښار مرکزي ساحې) ته نژدې د اوبو په سر راښکته کیږي؛ لس یا اته تنه له ځان سره کښينوي او بیا الوزي. زما مطلب همدا الوتکې دی نه مرغۍ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...