دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهکرزي د ترکيې د بهرنيو چارو وزير سره هم ولیدل

کرزي د ترکيې د بهرنيو چارو وزير سره هم ولیدل

تاند:( دوشنبه، د قوس اته ويشتمه)‏د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو نن د افغانستان د پخواني ولسمشر حامد کرزي سره، چې د ترکېې په سفر تللی لیدلي دي.

 اوغلو په یوه ټویټري پیغام کې له حامد کرزي سره د لیدنې یو عکس شریک کړی او ویلي یې دي: «له افغانانو سره زموږ پیوستون او د افغانستان د ثبات ملاتړ به دوام ولري.»

د کرزي د دغې او وروستيو نورو لیدنو، چې له هېواده بهر ېې افغان سیاسي څېرو او ځینو بهرنیو دیپلوماتانو سره کړي، نور جزییات نه دي په ډاګه شوي.

نوموړي څه موده مخکې، د طالبانو له بيا واکمنيدو سره په لومړي ځل له هېواده د بهرني سفر اجازه ترلاسه کړه.

کرزي په متحده عربي اماراتو، جرمني او ترکیه کې له ګڼو سياسي څېرو سره لیدلي.

ويل کيږي، چې نوموړی د طالبانو د حاکمې ادارې او مخالفانو ترمنځ ېې د روغې جوړې هڅې کوي.

د طالبانو مخالفو ډلو، د طالبانو ادارې او خپله حامد کرزي په دې اړه څه نه دي ويلي.

4 COMMENTS

  1. که کرزی غواړي چې تش په نوم سیاسي څهرې چې په اصل کې منافقین، مفسدین، غله، کوتاتریک او پردیپال دي بیا دې هیواد ته راولي نو دا هیواد همداسې وران او ویجاړ ښه دی. د همدې خاینینو د لاسه دا هیواد او دا خلک بدبخته دي نو هیڅ افغان ددې حمایت نه کوي.

  2. ددی تفریقه اندازو مضرو مکروبونو لاره بندیږی که چیری د افغان ملت وحدت باندی مین افغانان د محترم غنی جلیل د تعصب تبصرو څخه لیری والۍ وکړی!!!!!

    ​په جرمن افغان کښی د محترم غنی جلیل تبصری په هکله :

    واقعیت دادی چی پښتانه په صورت عموم د افغانستان دری ملی ژبی باندی حاکمیت لری او په ویاړنی سره د دری ژبو کسانو سره پر دری ژبی خبری کوی اما په افسوس سره باید وویل شی چی ددری ژبی کسان په اکثریت سره د افغانستان ملی ژبی پښنو نه یوازی خبری نشی کولای بلکه په پښتو ژب باندی مسخری هم وهی حتی پښتانه افغانی غول په نام یادوی او ددی انکار نشی کیدای چی ددری ژبی کسان اکثره وخت د ایران الفاظ استعمالوی او که کوم پښتانه ددری ژبی تعصب باندی انتقاد ونیسی نو بیا د سر تر عنوان لاندی ً تهاجم فرهنګی چیست ٍ بابولانو ځانونه سرګردانوی او دا لار د ملی وحدت او واحد افغان ملت لپاره د اوسنی وخت او راتلوونکی وخت لپاره ‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍‍ډیره مضره دی ! هر افغان مجبور او مکلف دی چی په ملی ژبو پښتو او دری تام حاکمیت ولری لنډه داچی مونږ باید په دواړو ملی ژبو حاکمیت ولرو تر څو چی د ژبو په وسیله تفریقه او نفاق اچوونکیو لاره وتړل شی که افغانان پردی کار بریالی شی نو د افغان ملت وحدت لاره بیا هیڅوک نشی بندولۍ !!!!!!!!!!!!!!

  3. سلام
    سالمه نیوکه ده خو دلته یو بل ظرفیت هم شته او هغه دا چې دهرچا شخصیت او ادب خپل دی وایې چې ادب له بې ادب زده کیږی عالم وی او که بې علمه!
    دکتور غروال تاسې ولیدل چې ژبه هم یوشمیر خاینو د پښتو دری اودری پښتو ترمنځ دخپلو ګټو د خوندی کولو لپاره وکاروله حتی دتنظیمو په کچه چې ستر مثال یې بیا کرزی غنی هم او اوس بلال کریمی دطالبانو دخبریال معاون دی
    کرزی به یودم دپښتو په خبرو کې په دری ورګډشو او غنی هم اوس ملا بلال عین زورندې وهی، زه نه پوهیږم چې دا هم دبهرنیو د منافقت لاره ده او که کوم بل لید لوری او بی منطقه استدلال. کوم خاین په تریلیون دالرو خیرات کې ددې ژبو ملی او رسمی اړخ ته مثبت ګام اخیستی او کار یې کړی .
    دافغانستان قومونه او ژبې هیڅ ګناه او طرف نه لری ټول ګډ ملی ارمان، وحدت اسلامی ،او ګډ ژبنیز فرهنګ لری. له پښتو ژبې سره بیا ناپوهواو خرڅ شو یوکسانو حساسیت درلود او پردی پاله اوس هم په کاردی په تیره بیا بهرنی ایت الله ګان. او په ختیځ کی پنجابیان. سره له دې تورو توپانو بیاهم افغان ملت خپل هویت ساتلی. تاریخ ښودلې چې پښتو او دری شیر اوشکر ژبې دی.

  4. حترم جلیل غنی ، د تاسو محترم څخه د ما له خوا د تاسو نام او تخلص مخلوط کیدو باره کښی ځان ډیر خجالت احساس کوم او امید لرم چی د ما دی غټی اشتباه او بی پروائی بخشنه راته وکړی !!!

    او وروسته ، د تاسو دا جمله ً هر دو زبان توسط تمام مردمان افغانستان تمرکز ندارد ٍ ثابتوی چی دواړو رسمی او ملی ژبو ته باید په مساوی سترګه ونه لیدل شی بلکه یوه ژبه کامل رسمیات لری او باید د هر افغانی او افغان زده وی او بله ژبه نیمه رسمیات لری نو دزده کړی ضرورت ورته نشته ، د تاسو داسی افادی څخه څرګندیږی چی د پښتو ژبی رسمی یاده یوازی د نمونی بڼه لری او زده کړی ته ئی ضرورت نه لیده کیږی ځکه د افغانستان قوانینو کښی دا ندی ذکر شوی د تاسو داسی نا معقوله افاده ثابتوی چی د پښتو ژبی رسمی یاده یوازی سمبولیک شکل لری او بس اما تاسی محترم او د تاسو همقطاران شعوری دا ستره اشتباه دی چی ددو ژبو رسمی کیدلو څخه دوه مختلف تعریفونه راپیداکوۍ او دا هم پوره واضح دی چی هره ژبه ځان ته قوانین او قواعد لری دا کومه نو ی خبره ندی!!! د ما تنقید پر تاسو او دتاسو همقطارانو باندی د تاسو بی ځایه او تعصبی حساسیت له خاطره دی کوم چی تاسی د خپل تعصب شعارلاندی ً تهاجم فرهنګی چیست ٍ وړاندی کړۍ دی !!!!

    محترم هروی صاحب مونږ او تاسی صادق اتفاق او اتحاد ته اشد ضرورت لرو د افغانستان خاوری تمامیت او استقلال او د افغان ملت تباهی د اجنبیانو په تام کومک د غلامو کمونیستانو ، غلامو تنظیمونو او غلامو طالبانو له خوا تر اوسه دوام لری او ددی بدبختی خاتمه نه لیده کیږی نو ټولو صادقو او اصیلوا فغانانی او افغانان لاسونه سره یو کړی او په کامل اعتماد سره په یو عږ د ملت دردناکه اواز خارجی ممالکو کښی تیت کړی تر څو افغانستان کښی موجود حرکت خپله مبارزه علنی کړۍ شی او افغان غیرتی ملت ددی تربیه شوو په نوبت راوستل شوو وحشیانو څخه ژر تر ژره نجات پیدا کړی او د اجنبیانو لاسونه قطع کړۍ شی !!!
    د محترم جلیل غنی تعصبی حساسیت ځای نشی نیولۍ !!!!!

    محترم ع. شریف زاد ، بلی د شهید محمد داؤد کمونیستی لعنتی کودتا راپدی خوا افغانستان کښی ماتم شروع شوۍ او افغان ملت د رنګا رنګو تربیه شوو غلامانوپه وسیله اجنبیانو افغانستان کښی دوزخی اور بل ساتلۍ دی او وطن خرڅوونکیو کښی د پښتنو تاجکو ، هزارګانو ، اوزبکانو او نورو قومونو معلومداره خائینین شامل دی او دا ملی خائینین د اجنبیانو په مټو د افغان ملت تباهی لپاره سره متحد دی نو ددوی له خلاصون څخه صادق او اصیل افغانانی او افغانان صادقانه سره متحد شی تر څو د افغانستان خاوره دداسی تربیه شوو مکروبو څخه پاکه کړی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب