شنبه, نوومبر 23, 2024
Home+له تعلیمه د محرومو افغان نجونو په ټولي کې

له تعلیمه د محرومو افغان نجونو په ټولي کې

پوهندوی آصف بهاند

یو بله محرومه ډله هم وراضافه شوه

(د نجونو د تړلو ښوونځیو ستونزه)

په خواشینئ او لمدو سترگو د کور پر لور

په افغانستان کې تر شپږم ټولگي پورته د نجونو د ښوونځیو بند پاتې کېدلو غمیزه د هرې ورځې ـ هرې میاشتې او هرکال په تېرېدو سره نوي غمونه زېـږوي او د ستونزو نوې مرحلې رامنځته کوي چې همدا اوس د افغانستان په ډېری کورنیو کې د ژورو رواني ستونزو یو لوی لامل همدا ترشپـږم ټولگي پورته له تعلیم نه د نجونو محروم پاتې کېدل دي.

د نړیوالو له ټولو هلوځلو سره ـ سره له تعلیم نه د محرومو افغان نجونو په ډله کې یو بله محرومه ډله هم وراضافه شوه. د سږني (۱۴۰۱) تعلیمي کال په پای کې گڼشمیر هغه افغان نجونې چې له شپـږم نه اووم ټولگي ته بریالۍ شوې دي، دوی به هم د خپلو نورو له تعلیم نه محرومو نجونو غوندې، له تعلیم نه بې برخې او د کور بندیانې به وي. نور حال د بي بي سي په دې رپوټ کې:

«په افغانستان کې له شپږم اووم ټولګي ته تازه بریالۍ شوې نجونې وايي، خپه دي چې د دوی پر مخ هم نور د ښوونځي ورونه تړلي دي او دوی به هم د نورو نجونو غوندې پر کور کېنول شي. له هغه راهیسې چې د طالبانو حکومت له اووم تر دولسم ټولګي د نجونو ښوونځي بند کړي، اوس به زرګونه هغه نورې زدکوونکې هم په ورته برخلیک اخته شي چې سږنیو کلنیو ازموینو کې له شپږم ټولګي اووم ته بریالۍ شوې دي. د دوی مېندې او پلرونه وايي، له مجبورۍ خپلو لوڼو ته کاذب ډاډ ورکوي چې ښايي د طالبانو حکومت خپله پرېکړه بدله کړي، خو د شاوخوا یونیم کال په اوښتو لا داسې څه نښې نه ښکاري. په دې رپوټ کې مو دې موضوع ته کتنه کړې او ځينې مرکه شوي کسان د خوندیتوب لپاره په مستعار نوم یاد شوي دي.

“هسې مو امتحان ورکړ، سوالونه به مو نه حل کول چې ناکامه شوې وای، بېرته به شپږم کې ناستې وای، نور خو مو مکتب ته نه پرېږدي”

دا کابل کې د سیدنور محمد شاه مېنې د نجونو لیسې زدکوونکې هیلې خبرې دي چې تازه په کلنیو ازموینو کې له شپږم ټولګي اووم ته اولنمره ور بریالۍ شوې ده.

خو د بري پر ځای د ناکامۍ ارمان ځکه کوي چې وايي، له اووم تر دوولسمه د طالبانو حکومت د نجونو پر مخ ښوونځي تړلي دي او دا به هم د هغوی په څېر له یوه نامالوم برخلیک سره مخ شي.

د هیلې له طب سره جوړه ده خو اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان کې خپلې دې هیلې ته رسېدل ورته ګران دي.

“داسې خدای پاماني مو سره وکړه، لکه فارغې شوې چې یو”

هیله وايي، “زموږ ټولګي کې دا ځل درو نجونو په کلنیو ازموینو کې الف درجه اخیستې وه. خو ټولې خپه وې. ځکه چې شپږم نه پورته به په کور کېني. اطلاع نامې یې چې راکړې نو خدای پاماني مو سره وکړه، لکه فارغې شوې چې یو او په ژړا خپلو کورونو ته راغلو.” …»

له تعلیم نه د افغان نجونو د بې برخې کېدو له پیل نه افغانانو او ترڅنگ یې نړیوالو خپل غږ اوچت کړی دی او ترشپـږم ټولگي پورته یې د نجونو د تړلو ښوونځیو د بیا پرانستو غوښتنې کړې وې او اوس هم دا لړۍ روانه ده. دا غوښتنې به په پیل کې ډېر په احتیاط سره مطرح کېدلې چې د وخت په تېرېدو سره یې تنده بڼه غوره کړه، خو دا غمیزه چې له یوه کال نه هم پسې اوږده شوه، د ځینو فرهنگیانو او سیاسیونو حوصله هم پای ته ورسېده او د نجونو د ښوونځیو د بېرته پرانستل کېدو غوښتنو یې جدي او ډانگ پیلې بڼه غوره کړه او د زړه خبره او غوښتنه یې پرته له ډاره مطرح کړه.

په دې لړ کې ښاغلي خوشحال روهي ترټولو سیاسیونو، قلموالو او فرهنگیانو قدم وړاندې کېښود، سپینه او ډانگ پېيلي یې وویل چې:

«د نجونو تعليم د ملت لپاره سره کرښه ده.»

د ښاغلي خوشحال روهي د لنډ پیام متن دا دی:

«د نجونو تعليم د ملت لپاره سره کرښه ده، که څوک له دې کرښې تېرېږي نو له ولس څخه دې د مشروعيت او ملاتړ تمه نه کوي. افغانان د رڼا په لټه د مهاجرت کړاوونه پر غاړه اخلي، خو چمتو ندي چې بيا د تيارې او ناپوهۍ زولنو ته غاړه کېږدي.

تاسې کولای شئ له جګړې څخه يو ستړی ولس تر يو وخته يرغمل کړئ، خو ځان پرې منلی نه شئ. د افغانستان همدې وروستي تاريخ ثابته کړې، له چا نه چې ولس مخ اړولی بيا يې پښې ندي ټينګې شوې. که څوک له افغان ملت څخه د مشروعيت او ملاتړ تمه لري، نو بايد چې غږ يې واوري او حقونو ته يې درناوی وکړي.»

داسې لیدل کېږي چې نویو واکدارانو ته د خلکو او ولس سرې او مهمې کرښې ارزښت نه لري، څه یې چې زړه وي او څه یې چې پروگرام وي، هغه پرمخ بیايي او په دې کې خواره خواري بیا د هغو خلکو ده چې لوڼې یې له زدکړو پاتې کېـږي.

په افغانستان کې د نجونو د تړلو ښوونځیو د بېرته پیل لپاره د بهرنیانو د هلوځلو په لړ کې داسې هېوادونه هم شته چې له طالبانو سره یو څه ښې اړیکي هم لري او اسلامي هېوادونه هم دي، لکه اندونیزیا او قطر. د دوی په گډ کوربتوب سره هلې ځلې پیل شوې، دې هېوادونو د داسې یو کنفرانس کوربتوب وکړ

چې هلته د نورو موضوعاتو تر څنگ د افغان نجونو د تړلو ښوونځیو د بېرته پرانستلو غوښتنه هم شوې ده. هلته په ټینگار سره ویل شوي دي چې:

«د ښځو له ونډې پرته هېڅ هیواد هم پرمختګ نه شي کولی او دا کنفرانس د افغان نجونو د زدکړو په برخه کې مهم بولي.»

خو پایله یې تراوسه پورې محسوسه نه ده.

دا چې د نړیوالو او افغانانو دا غوښتنې او هلې ځلې څومره مؤثرې واقع کېـږي، دا مالومه نه ده او پر افغانستان باندې حاکم طالبان څومره دې وړاندیزونو او غوښتنو ته ارزښت ورکوي او عملي به یې کړي، لا مالومه نه ده.

په افغانستان کې ترشپـږم ټولگي پورته د نجونو د ښوونځیو د تړلو پر غمیزه باندې لږڅه کم اولس میاشتې واوښتې، افغانانو او بهرنیانو په بېلابېلو ژبو او په پېلابېلو ډولونو د افغانستان نویو واکدارانو ته د ښوونځیو د نه پرانستو د لنډمهاله او اوږد مهاله منفي پایلو او ضررونو په باب د خبرو، لکچرونو، مقالو، کتابونو او… په ترڅ کې توزیحات ورکړل؛ خو مسؤلین یا نه پوهېـږي او یا ځان نه پوه کوي او موضوع یې همداسې په معلق ډول پرېیښې ده، زه نه پوهېـږم چې د دې موضوع د حل لپاره له څه ډول ژبې او کوم ډول چلن نه په استفادې سره دوی پوه کړای شي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب