یکشنبه, مې 19, 2024
Homeخبرونهد پاکستاني رسنیو ادعا: له ټي ټي پي سره په افغانستان کې...

د پاکستاني رسنیو ادعا: له ټي ټي پي سره په افغانستان کې خبرې پیل شوې

تاند(دوشنبه، د قوس ۲۸ مه) پاکستاني رسنیو راپور ورکړ چې د ټي ټي پي یا د پاکستاني طالبانو د تحریک له لوري د بنو په لکي مروت سیمه کې د پاکستان د تروریستي ضد پولیسو مرکز له نیولو او د یو شمېر امنیتي ځواکونو له برمته کېدو وروسته پاکستاني چارواکو په افغانستان کې د افغان طالبانو په منځکړتوب له ټي ټي پي سره خبرې پیل کړي دي.

ډیلي ټایم ورځپاڼه وايي دا موضوع د خیبرپښتونخوا د حکومت ویندوی محمدعلي سیف تایید کړه.

خو د افغانستان د طالبانو حکومت تراوسه پورې په دې اړه د پاکستاني رسنیو د ادعا په اړه څه نه دي یولي. ویل کېږي چې پاکستان هڅه کوي چې خپلې کورنۍ امنیتي ستونزې له افغانستان سره وتړي.

ورځپاڼه د یوه بهرني خبري اژانس پر اساس وايي چې پاکستاني چارواکو په دې هدف له ټي ټي پي سره خبرې بیا پیل کړې چې د دې ډلې له لوري د ګڼ شمېر برمته شویو امنیتي ځواکونو د خلاصون هڅه وکړي.

د ټي ټي پي وسله والو په بنو کې د ترهګرۍ ضد پولیسو د مرکز ساتونکي بې وسلې کړي او له دغه مرکزه یې”خپل ۲۵ ملګري خوشې کړي دي.

له دغو وسله والو سره وروسته په نښتو کې درې سرتیري ټپیان شوي هم دي.

د پاکستان حکومت د طالبانو تحریک یا د ټي ټي پي له وسله والې ډلې سره د تېرې مې میاشتې په اخره کې د نامعلومې مودې لپاره اوربند کړی و.

خو د نوومبر پر ۲۹مه، دې ډلې ادعا وکړه چې پوځ خپلې ژمنې نه دې پوره کړي نو ځکه خپلو وسله والو ته امر کوي چې بیا بریدونه پيل کړي.

له لکي مروت څخه د وروستیو راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ دې سیمې په تېره بیا د تروریستي ضد پولیسو مرکز ته ټولې غځېدلې لارې بندې کړي خو څرګنده نه ده چې هغوی په دې مرکز عملیات کوي او که یې نه کوي.

1 COMMENT

  1. پاکستان پدی صورت دا نړی ثابت کول غواړی چی کوندی ټی ټی پی په افغانستان کی مرکزونه لری او هلته میشت دی نو ځکه وایی مونږه له ټی ټی پی سره کابل مذاکرات پیل کړم ـ د طالب د امارت وړه اشتباه کولی شی چی هغوی یو وار بیا تباه کړی او دا ځلی یی تر ابده ورک کړی .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب