پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهمطمئن: همفکره ملګري مې د نجونو د زده کړو لپاره یې هېواد...

مطمئن: همفکره ملګري مې د نجونو د زده کړو لپاره یې هېواد نه په وتو دي

تاند:( دوشنبه، د قوس یوویشتمه)‏ ‏د طالبانو د حاکمې ادارې له لوري د المپيک ملي کمېټې لپاره ټاکل شوي انجینر نظر محمد مطمئن د نجونو د ښوونځيو د نه پرانيستل کيدو له امله له هېواده د خپلو همفکره ملګرو د وتو خبر ورکړ.

نوموړي نن په خپله ټویټر پاڼه کې په دې اړه لیکلي:«مشر زموږ همفکره سياستوال راته وويل:”يو کال څخه زيات پاتې شوم، هره ورځ/مياشت راته د نوي اميد وه، تاسي “مطمئن” به ويل له هيواده ونه وځئ، باوري يم چې نور به تاسې هم هغه پخوانۍ خبره ونه کړئ، راغلم چي خبر دي کړم، نور ځم کوم خوا چي د بچو د تعليم غم وکړم.”»

دغه لوړپوړي طالب مقام خپل دغه ملګري ته په نهیلې توګه د ښه سفر دعا کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د نجونو د ښوونځيو د نه پرانیستلو له امله په طالبانو کې دننه هم د مخالفتونو د رامنځته کیدو نا تاييد شوي راپورونه زيات شوي.

ځینې سرچینې وايي، چې د طالبانو امیرالمؤمنین او شاوخوا محدوده ډله څو مشاورين ېې د نجونو د ښوونځيو د پرانيستلو خلاف دي او ډېر طالب مشران او چارواکي برعکس د ښوونځيو ژر بیرته پرانیستل غواړي.

طالبانو د یادو ښوونځيو د پرانيستلو په اړه بیا-بیا د ېوې طرحې د جوړولو او مشورو خبر ورکړی، خو کتونکي باور لري چې په دې اړه د طالبانو پر ژمنو نور افغانان او نړيوال اعتبار نه شي کولای.

4 COMMENTS

  1. کله ناکله په رسنیو کی د ښو او بدو تالبانو انځورونه په داسی شکل خلکو ته ور وپیژندل شی چی ګواکی دوۍ دیو بل ستر حریفان او ځنی يی د ولس خواخوږی او نور يی د بربادۍ عاملین دی.

    پاکستان هم همدا فلسفه کاروله چی ځنی يی good تالبان اوځنی يی د bad تالبان په نوم نومولی وو.

    د پاکستان لپاره هغه تالبان چی افغانستان او افغانان يی په اور کی سوځول او په بمونو الوځول ښه تالبان وو او بلی خوا هغه تالبان چی پاکستان ته يی په کږو سترګو کتل ددوۍ لپاره بد تالبان وو.

    له بده مرغه د افغانستان او افغانانو لپاره ښه او بد تالبان هیڅ توپیر نه لری او ټول ددې وحشت او جهالت د واکمنۍ او په افغانانو ددې تور جهالت د مسلط کولو لپاره لاس په کار دی.

    که مطمین، ستانکزی او یا نورو داسی ښو تالبانو ته دا په ډاګه وی چی تالبیزم د خلکو برحق حقونه د خپو لاندی کوی او دالله او د هغه د پیغمبر د احکامو نه ښکاره سرغړونه کوی نو بیا لږ تر لږه باید ددې وحشی او جاهلی ډلی د ملاتړ نه لاس واخلی. او په عمل کی دا وښايی چی دوۍ د تالبیزم نه بلکه د حق او عدالت ملا تړی دی ګنی په بل صورت کی
    همغه الهی خبره ده چی هغه څه مه وایۍ چی تاسو پری خپله عمل نه کوۍ.

  2. مطمئن ساب!
    د خلګو خبره زویه په ها بُرِشته سدرۍ چی تا اغوستې ده.
    سم واضح اعتراف وکه چی:
    آیا ستا فکری انډیوالان هغه دی کوم چی د مکتبونو دروازې ئې تړلی دی او که هغه دی کوم چی د مکتبونو د بندیز له کبله د هیواد پرېښودلو ته اړ سویدی؟

  3. قدرمن دردمن افغان صاحب السلام علیکم
    دا صحیحه ده چی طالب کی ښه و بد نشته ټول د پاکستان دمدرسو د تور او فاسد محیط تولیدا ت دی، مګر دغه مظمین تر ځلاند، حسن حقیار عباس ستانکزی ،حقانیانو، کبیر او نورو څخه ښه دی ځان د افغانستان بولی په خپله یی انجنیری وویله او ښخو او نرو ته دتعلیم طرفدار دی

  4. ښه او بد طالب نشته. د ټول د علم، ترقۍ، دین، افغانیت او انسانیت مطلق دښمنان دي. دوی د ایران د سیاست په لاره پل ږدي. هلته هم یوه ډله منځلاري او بله ډله سختدريځه دي. او په همدې بهانه یې د ټول ایرانیانو حقوق تر پښو لاندې کړي او دلته زمونږ دا تېپر سري طالبان هم غواړې همداسې وکړي. خو د ایراني اخوندانو منطق تر دې پاکستاني چړیانو چې په افغانستان حاکم دي لږ څه لوړ دی. مطمین څنګه اوس خپل په یارانو اطمینان له لاسه ورکړی او د نا امېدۍ بغارې وهي. الله دې تاسو دو مخو ته انصاف درکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب