یکشنبه, مې 5, 2024
Home+ډله ییزې رسنۍ او ژیـړ ژورنالیزم

ډله ییزې رسنۍ او ژیـړ ژورنالیزم

عبدالعزیز نایبي

ستاکهلم- یوبډن

رسنۍ په یوه هېواد کې له اجرائیه، مقننه او قضاییه قواوو وروسته (د دودیزه دولتي اداري جوړښتونو له اډانې بهر)، څلورم ځواک گڼل کېږي. که دولتي رسنۍ د دولت د ژبې د امتیاز د لرلو له کبله مهمې وي، خپلواکې هغه بیا خپلو خپرونو کې د خلاص لاس د لرلو له کبله ارزښتمنې وي.

هېتلر یې د خبرو جادوگر باله؛ د سوبو یو دلیل یې راډیویې ویناوې بلل شوي دي. د کودتاوو پرمهال کودتاچیان هڅه کوي، چې له ټولو وړاندې له واکمنو هوايي ډگرونه، لويې لارې، د رادیو او تلویزیون ستیشنونه ونیسي. په افغانستان کې د ثور او سرطان کودتاوې او بیا کابل ته د جهادي ډلو راتگ کې موږ ولېـدل چې څنگه د رادیو او تلویزیون ستیشنونه د تبلیغات او پروپاگند په تودو سنگرونو بدل شول. یو شمېر مبصرین په دې باور دي چې په افغانستان کې د جمهوریت د وروستۍ دورې د اضمحلال یو لامل، هغه رسنۍ وې چې د ژیـړژورنالیزم په سیاق یې خپرونې درلودې؛ دې رسنیو د نظام بېخ وایسته.

«ژیـړژورنالیزم هغه خبریالي ده چې هغه کې له حرفوي او اخلاقي اصولو پښه اوړي او د ناوړه گټې له پاره ېې اصلي سوژې رسوايي، جنسي تهمت، دلالي، نورو ته شک پیدا کول، تور پورې کول او حساسیت پارونکي موضوعات وي.» (ویکېپدیا -«خبرنگاری زرد»)

په ژیـړژورنالیزم کې بې اساسه، تحریف شوو او له اغراق ډکو اوازو ته لمن وهل کیـږي. سوژې یې خبري ارزښت نه لري، خو مادي گټه یې زیاته وي. د ژبې ټپ ورکول د دې ډول خبریالۍ اصل دی؛ مشهورې څېـرې ېې د برید نښه وي.

د ژیـړژورنالیزم اصطلاح د ۱۸۹۵ او ۱۸۹۸ کلونو ترمنځ امریکا کې د «نیویارک ورلد» او«نیویارک ژورنال» د متصدیانو ترمنځ هغه مهال وپنځېـده چې دواړو غوښتل یو له بل نه زیات اخبار خرڅ کړي. د دوې دا عمل د تیراژ جگړه یادېده. منتقدینو دواړه تورنول چې د خپلو ورځپاڼو د چاپ د شمیر د زیاتولو لپاره د خبرونو په تحریف لاس پورې کوي. دا اخبار په ژیـړ رنگه کاغذ چاپېدل او سرلیکونو یې ان بې علاقې لوستونکي هم ځان ته ورکاږل. د لوستونکو د شمېر د زیاتولو له پاره یې جنايي داستانونه – ډول، ډول عکسونه او کاریکاتورونه خپرول. د ورځپاڼو چلونکو د رسوایانو په جوړولو کې یو بل سره سیالي درلوده؛ د پېغور، تحقیر او ملنډو ژبه ېې کاروله.

د ژیـړژورنالیزم د بې باکۍ، پروپاگند او منفي تبلیغاتو له کبله امریکا او هسپانیه جگړې کې ښکېل شول، د دغه سیاق په خبریالي تورنو ورځپاڼو د منفي افکارو په جوړولو کې، رول درلود. ویل کیـږي یادې رسنۍ د هغو امریکايي پانگوالو په چوپـړ کې وې چې غوښتل یې د کیوبا په شتمنيو منگولې خښې کړي.

(کیوبا نېـږدې ۴۰۰ کاله د هسپانیه مستعمره وه. د اتلسمې پېړۍ وروستۍ لسیزه کې کیوبايي پاڅونوالو له هسپانیه د خپلواکۍ اخیستلو ته مټې راونغاړلې؛ پاڅونوال د هسپانیویانو لخوا وځپل شول. د اخ وډب خونړۍ پېښې امریکايي رسنیو تر پراخ پوښښ لاندې نېوې چې موخه یې د هسپانیه خلاف د عامه افکارو کټول وو. د ۱۸۹۸م کال پرمهال یوې سترې امریکايي بېړۍ کې چې په کیوبا کې د مېشتو امریکایانو د ویستلو په موخه د هاوانا بندر ته استول شوې وه، چاودنه وشوه؛ بېړۍ کې سپاره ۲۶۶ تنه ووژل شول. هسپانیه چاودنه کې په لاس لرلو تورنه شوه. دې پېښې د کیوبا په چارو کې د امریکا مداخلې ته لار اواره کړه، او رسمآ یې د هسپانیه په وړاندې د جنگ اعلام وکړ. وروسته بې پرو څېړنو وښوده چې هسپانې په چاودنه کې لاس نه درلود، بلکې پېښه خپله بېړۍ کې د یوه ماشین د تصادفي چاودنې له کبله، رامنځته شوې وه.)

ژیـړژورنالیزم مصر کې په نا انډولې خبریالي، پاکستان کې د اوازو د گډولو په فابریکو، تایلند کې د خبریالانو د بډې اخیستو او کینیا کې د گډوډۍ، دروغ او ناهیلۍ په خورولو مشهور دی. د پټو سندونو په سپړلو او مهمو خبرونو په راټولولو کې سخته ده چې لیدونکي، اورېدونکي یا لوستونکي د ژیړژورنالیزم په دود د چلېدونکو رسنیو تر اغېز لاندې رانشي. د زیاتو معلوماتو لپاره وگورئ: «ژیـړژورنالیزم – د روایاتو څېـړنه، د میراثونو تعریف، لیکوال: پروفیسور داکتر دبلیو جوزف کمبل، ۲۰۰۱م کال – امریکا»

د رسنیو د ژرندو څرخ د پېسو له لگښت پرته نه تاویـږي، دا لگښت خامخا د یو څه د بودېدو لپاره ترسره کیـږي. لویې نړیوالې رسنۍ چې د ناپېـلتوب مدعیان دي، هم پدې کتار کې شمېرلی شو. دا رسنۍ د خوښې وړ یا دوی ته دېکتې شوې موضوعات تر هغو شاربي، ترڅو خپلو موخو ته نه وي رسېدلي.

د افغانستان په څېر د نړۍ ځینو ټولنو کې هغه رسنۍ چې د ژیـړژورنالیزم د میتود پر اساس خپرونې لري، د ولسونو په پرتله لویو پانگوالو او سیاسي ډلو ټپلو ته ریښتینې وي. افغانستان کې د نالوستو د شمیر د زیاتوالي له کبله ژیـړژورنالیزم، د عامه افکارو د استقامت په ټاکلو کې خپل اغېـز ثابت کړی دی. دغې خبریالۍ له خلکو د پېښو او جریاناتو د تعبیر او څېـړلو مجال اخیستی او په نامرئي تکتیکونو یې د دوې افکار، په گورت کې نیولي دي. وايي: «چې ریښتیا راځي، دروغو به کلي وران کړي وي.»

۱۲/۱۲/۲۰۲۲

سرچینې:

۱- ژیـړژورنالیزم – د روایاتو څېـړنه، د میراثونو تعریف، لیکوال: پروفیسور داکتر دبلیو جوزف کمبل، ۲۰۰۱م کال – امریکا

۲- ویکېپدیا-«خبرنگاری زرد»،«جنگ امریکا و اسپانیا»،«کوبا»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب