شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهچمن لاره پرانیستل شوه؛ منصور احمد خان: د نښتو دوام ښې پایلې...

چمن لاره پرانیستل شوه؛ منصور احمد خان: د نښتو دوام ښې پایلې نه لري

تاند:( دوشنبه، د قوس یوویشتمه)‏ ‏د کندهار لپاره د طالبانو د ادارې چارواکو ویلي، چې په سپین بولدک -چمن کې له پاکستان سره د افغانستان د تګ راتګ لاره له پرونۍ نښتې وروسته بیرته پرانیستل شوې ده.

ياده لاره پرون د طالبانو او پاکستاني ځواکونو د نښتې له امله تړل شوې وه.

د تاند د تېرې شپې د معلوماتو له مخې، د يادې نښتې د وژل شويو کسانو شمېر ۷ او د ټپيانو ۳۱ تنو ته رسېدلی.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي ویاند ویلي، د سپین بولدک – چمن ترمنځ د شېرو اوبو په سیمه کي له پاکستاني ځواکونو سره د جګړې په نتیجه کې د دوی خوا ته یو سرتېری شهید شوی او د درېیو ملکي وګړو په شمول لس نور ټپیان دي.

د پاکستان پوځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په چمن کې ۶ ملکیان وژل شوي او ۱۷ نور ژوبل شوي دي.

د پاکستان پوځ د خپلو ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي.

له دې سره په افغانستان کې د پاکستان مخکیني سفیر او د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت کې د افغانستان په اړه لوړپوړي ديپلومات منصور احمد خان د ورته نښتو د بدو پایلو خبرداری ورکړی.

نوموړي د دغې نښتې له غندلو سره ویلي، چې په دې اړه بايد د طالبانو ادارو سره مخامخې خبرې وشي.

د منصور احمد خان په باور، يادې نښتېپه سیاسي، سوداګريزه، ترانزیتي او نورو برخو کې د اړيکو او همکاريو د خرابيدو سبب کیږي.

د طالبانو د قطر سیاسي دفتر مشر سهيل شاهين د يادې نښتې په اړه د پلټنو د پیل خبر ورکړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب