یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهد وزيرستان مشرانو د علي وزير د‌ خوشې کولو لپاره جرګه کړې...

د وزيرستان مشرانو د علي وزير د‌ خوشې کولو لپاره جرګه کړې ده

تاند:( دوشنبه، د قوس یوویشتمه)‏ ‏د پښتونخوا په قبايلي سيمو جنوبي او شمالي وزیرستان کې ځایي مشرانو د پاکستان له زندان څخه د پښتون ژغورنې غورځنګ د رهبرۍ غړي علي وزیر راخلاصولو لپاره جرګه کړې ده.

ښاغلی وزیر د پاکستان په مرکزي پارلمان کې د وزيرستان استازی او پر پښتنو د پاکستان د پوځ او استخباراتو د ظلمونو ستر منتقد و.

د وزيرستانونو د مشرانو په جرګه کې خبرداری ورکړل شوی، چې پاکستان د نوموړي د خوشې کیدو لپاره د دوی غوښتنه ونه مني، دوی به په ملي او نړيواله کچه اعتراضونه پیل کړي.

علي وزیر له 2020 راهيسې د پاکستان د پوځ او استخباراتو د پښتون ضدو سياستونو د رسوا کولو او نقدولو له امله د کراچۍ په زندان کې بندي دی.

د پاکستان مختلفو محکمو د هغه د خوشې کیدو پریکړه کړې، خو د پاکستان پوځ دا غوښتنه نه ده عملي کړې.

د پاکستان اوسني صدراعظم شهباز شريف د مخکيني صدراعظم عمران خان پر ضد ده سره د ملي جمهوري غورځنګ ګوند د يو ځای کیدو په بدل کې منلې وه، چې علي وزير به زندان نه خوشي کوي، خو په دې ژمنې ېې عمل نه دی کړی او د ځینو سرچینو د ادعا له مخې، چې په دې برخه کې یې پر پوځ زور نه رسيږي.

د وزيرستان جرګه کې قومي مشرانو او خلکو د علي وزير په بند کې ساتل د خپلو رايو سپکاوی ګڼلی.

مخکې علي وزير ويلي وو، چې د پاکستان پوځ ورته د خوشې کیدو لپاره له دوی څخه بښنه غوښتل شرط کړي، خو د ده په وينا کوم جرم یې نه دی کړی، چې بښنه ېې وغواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب