یکشنبه, سپتمبر 22, 2024
Homeخبرونهايران کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه نن مهمه غونډه...

ايران کې د افغان کډوالو د وضعيت په اړه نن مهمه غونډه پیلیږي

تاند:( دوشنبه، د قوس یوویشتمه)‏ ‏په ايران او پاکستان کې د ميليونونه پخوانيو او تازه دمو افغان کډوالو د وضعيت په اړه نن د طالبانو د حاکمې ادارې، پاکستان، ايران او ملګرو ملتونو تر منځ ګډه غونډه جوړیږي.

د طالبانو د ادارې د کډوالو چارو وزارت مرستيال مولوي عبدالرحمن راشد په دې غونډه کې د ګډون په موخه ايران ته رسیدلی.

نوموړې د دغه سفر پر مهال خبريالانو ته ويلي، چې په هېواد کې پوره امنيت تامين دی او دوی به افغان کډوال وهڅوي څو بیرته خپل هېواد ته ستانه شي.

دا په داسې حال کې ده، چې ډېری خلک د هېواد پريښودو اصلي دليل اقتصادي او بشري ستونزې، بې کاري او بې سرنوشتي او دغه راز له زده کړو د نجونو او نورو اساسي حقونو څخه په عام ډول د دوی محروميت بولي.

د طالبانو له واکمنيدو سره، په ميليونونو افغانانو يوازې ايران او پاکستان ته پناه وړې، چې ورسره د ناوړه چلند راپورونه ورکړل شوي.

د طالبانو پر ياد شوي مقام یو شمېر خلکو نيوکې کړي، چې هېواد ته د ستنیدو لپاره د خلکو د هڅولو پر ځای بايد په کوربه هېوادونو کې د دوی پر وړاندې د ناوړه چلند خلاف غږ پورته کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب