جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهملا هبت الله طالبانو ته: امریکایانو ته زیان مه رسوئ، اسلامي نظام...

ملا هبت الله طالبانو ته: امریکایانو ته زیان مه رسوئ، اسلامي نظام ته مبارزه وکړئ

تاند، چهارشنبه، د ثور ۳۱ مه: د وسلوالو طالبانو مشر ملا هیبت الله د اختر په مناسبت په خپاره کړي پیغام کې ویلي، چې طالبانو له امریکا سره په کړې هوکړه وفا کړې او امریکایي لوری دې هم د سولې هوکړې ته ژمن پاتې شي.

مولوي هیبت الله ویلي، دوی له امریکا سره د سولې هوکړه افغانستان کې د سولې راوستو په ښه نیت لاسلیک کړې ده او امریکا ته په کار ده چې د عملي کولو لپاره یې لا ډېرې چټکې هڅې وکړي.

په دغه پیغام کې راغلي چې د امریکا او طالبانو ګټه په دې کې ده چې دغه هوکړه عملي شي او د عملي کیدلو لپاره یې په دوه اړخیزه ډوله هڅې وشي.

نوموړي یو ځل بیا له خپلو ټولو وسله والو ته غوښتې چې له امریکا سره د شوې هوکړې ټول موارد پر ځان عملي کړي او هغوي ته زیان ونه رسوي.

د وسلوالو طالبانو دغه مشر له افغان حکومت او د سولې او بین الافغاني مذاکراتو په اړه کومې څرګندونې نه دي کړې، خو ویلي یې دي دوی په افغانستان کې د اسلامي نظام د حاکمیت لپاره خپلې مبارزې ته په دوام داره توګه ادامه ورکوي.

په دغه خپاره کړې پیغام کې همدا راز راغلې، په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې په برخه کې هڅې کوي
او د دوی په سیمو کې یې خلک پوره هڅه کوي چې د دغه نړیوالې وبا د پراختیا مخه ونیسي.

6 COMMENTS

  1. ټول افغانان په دې قانع دي ، چې د ترهګرو نه بله غټه او خطرناکه وُبا نشته .
    داسې وبا چې د یوه ساعت لپاره نړۍ ته سترګي پرانیستي ماشومان په ګولو وُلي، میندې یې د تي ماشومانو ژړا په خوله په دیرې بې رحمۍ سره وژني ، د دې ستر نظام پالونکي رب ته په مانځه او جنازه کې غمیدلي مسلمانان وژني ، په عبادت ځایونکي مسلمان ، سیکان او همدا راز ځوانان ،سپین ږیري او ماشومان له یوه مخه شهیدانوي، د سکون او آرام ځای په دهشت او وحشت او ویرې او هراست بدلوي ..
    دا هغه وینې څښوونکي شرمښان دي، چې هیڅ دین هیڅ مذهب او هیڅ انسانیت نه پيژني، نو بیا دوی د کوم اسلام خبره کوي او د کوم اسلامي نظام ؟
    دې ته اسلامي نظام نه وایي، د اسلام نوم او د مسلمان نوم تاسې په اسلاموفوبیا او مسلمانو فوبیا بدل کړې دی، د نړۍ د خلکو ترې نه ویره کیږي. د درندګي او وحشیانو په سترګه ورته ګوري .
    رب ته مو سوال دی ، چې بریا مو هیڅکله هم په برخه نشي ! او تل تر تله د پنجاب په لومو کې راګیر ګوډاګیان اوسئ .

  2. الحمد لله په افغانستان کښی اسلامی نظام بر حال دی۰
    اسلامی ویاړلی ستره محکمه اسلامی قانون او عدالت جاری دی۰
    مونږ د حقیقی اسلام پیروان یو۰
    مګر پاکستانی اسلام او د کونیانو اسلام افغانانو ته د منلو وړ نه دی۰
    تل دی وی د افغانستان اسلامی جمهوریت

  3. اسلامی نظام ته مبارزه؟
    کوم اسلامی نظام!
    ایا هغه اسلامی نظام چی شپون یې د ډاکتر په ځای مقرر کړ؟
    ایا هغه اسلامی نظام چی تطبیق کوونکي د پاکستان په مدسو یا لو طت خانو کی روزل شو ي وي؟
    ایا هغه نظامی اسلام چې له شپنه یې محتسب جوړ کړی وو؟
    ایا هغه اسلامی نظام چې مشاورین یې کرنیل امام او بابر او داسی نور خره وو؟
    نه! نه !نه!
    داسی اسلامی نظام راتلونکی نه دی!!!!!!!!!!!!!!!!!

  4. خپلی ښځی او خوندي او لورګانې د پنجاب په غیږ کې خوب کوی او جنګی په افغانستان کې روان کړی الله ج مو نیست او نابود کړه تاسی په خدای عقيده نه لری تا سې عقیده په امریکا او په مذهب د دالخوریستان یاست.
    خپله مزی کوی عش کوی خپل بچی مو تعلیمون په اسلام اباد او عربی هیوادونو کې کوی صرف هغه په سلو کی ۹۹ فیصده خلک چی حطا د کلیمی په معنا هم نه پوهېږي د ملا خنزیر او یا هم ملا زناکار او ملا لیواطت نومونه پری ګدی او هغوی بیا ده ټوپک په زور په خلکو خپل نظام مني.
    په اسلام کې د ښځو او ماشومانو او د سپينږيرو وژل او په غضاب کولی نه شت په سلام کی د نور ګټو ته کتل او خپل هیواد ورانول نشته په اسلام کې مکتب کلينک سړکونه او د بیتومال مال غلا کول نشته.
    په سلام کی باید له دی ټولونه دفاع کول فرض دی .
    الله ج مو نیست او نابود کړه

  5. اسلامي نظام د ټالبانو له نظره : د بې ګناه ښځو ، ماشومانو ، سپین ویرو او نورومظلومو انسانانو وژل ، لارې ورانول ، مینونه ښخول ، دولتي او ملی تاسیسات لکه روغتون ، جومات ، مدرسه ، ښوونځی دولتي ادارې سوځول او ورانول ، لواطت ، بچه بازي ، شکنجه کول ، د سپږو روزل اوخلاصه هرجنایت چې اسلام او بشري قوانینو منعه کړي وي ، سرته رسول دي.
    انشاء الله د ملا هبوت او ملا میرغضب عبوس دا خوب به هېڅکله رښتیا نه شي ، دوی ته الهی تر ټولو سخت عذاب او انتقام غواړو.

  6. ملا هیبت الله په نامه د GHQ راولپندی نه په ‌‌‌‌‌‌ډیر مهارت خپره شوی د اختر مبارکی. پنجابیان فکرکوی څوک یی نه پیژنی اوس هر چا ته معلومه ده چه د طالب په نامه لوبه دوی روانه کړی ده. الله مو تباه کړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب