جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهافغان حکومت: د ملکي مرګ‌ژوبلې عامل طالبان او د هغوی ترورېستي ملګري...

افغان حکومت: د ملکي مرګ‌ژوبلې عامل طالبان او د هغوی ترورېستي ملګري دي

تاند، چهارشنبه، د ثور ۳۱ مه: د افغانستان د ملي امنیت شورا یو ځل بیا افغانستان کې د ملکي مرګ‌ژوبلې پړه پر طالبانو واچوله.

د ملي امنیت شورا وایي چې، افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې د غوڅ اکثریت عاملین طالبان او د دوی هغه ترورېستي ملګري دي چې اوس هم ورسره پراخې اړیکي لري.

د دې شورا له دفتره یوه خپره شوې اعلامیه وایي، چې طالبان پر ملکیانو په حملو کې په مستقیمه او غیر مستقیمه توګه لاس لري.

د اعلامیې له مخې په افغانستان کې د ۲۰۲۰م کال په اپرېل میاشت کې طالبانو ۱۴۱ ملکي وګړي وژلي او ۲۷۵ نور یې ټپيان کړي دي.

تیره ورځ په افغانستان کې د ملګروملتونو مرستندوی دفتر یا یوناما طالبان په اپرېل میاشت کې د ۲۰۸ ملکي تلفاتو مسئول بللي وه چې د تېر کال د دې میاشتې پرتله په سلو کې ۲۵ زیات شوي دي.

دوی همدا راز ویلې وه چې افغان حکومت ته هم د ۱۷۲ ملکي وګړو تلفات راجع شوي دي چې د تېر کال د همدې میاشتې پرتله په سلو کې ۳۸ زیاتوالی ښيي.

خو د وسلوالو طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د یوناما دغه راپور رد کړو او دا یې د افغان حکومت تبلیغات وګڼل.

خو افغان حکومت بیا ټوله پړه پر طالبانو واچوله، دوی وايي چې له امریکا سره تر موافقې له لاسلیک مخکې او وروسته طالبانو تاوتریخوالی انتخاب کړی او له افغان حکومت سره‌یې له مخامخ خبرو تر ننه پورې ډډه کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب