Homeخبرونهخلیلزاد په قطر کې له خبرو وروسته کابل ته رسېدلی

خلیلزاد په قطر کې له خبرو وروسته کابل ته رسېدلی

تاند، چهارشنبه، د ثور ۳۱ مه: تاند ته د حکومت باوري سرچینئ ویلي، چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو او امریکا تر منځ د افغان سولې د هوکړې د پرمختګ او د بین الاافغاني خبرو د پیل لپاره د دوحې له سفر وروسته کابل ته رسېدلی دی.

په پام ک ده چې زلمی خلیلزاد به په کابل کې له افغان ولسمشر محمد اشرف غني د مصالحې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله او له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په جلا جلا ډول وګوري.

دی به د افغان سولې د هوکړې پرمختګ او د بین الاافغاني خبرو د پیل په هڅو بحثونه وکړي.

تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم په خپله خپره کړې اعلامیه کې ویلي وو، چې خلیلزاد به د دوحې او کابل سفر په لړ کې له افغان چاراکو سره د بین الافغاني مذاکراتو د ژر تر ژره پیل هدف خبرې وکړي.

امریکا تر اوسه د دوحې د لیدنو جزیات نه دي خپاره کړي خو وايي، دغه هیواد د افغان کشالې د غوره حال لپاره د ټولو لوریو په راټولولو ټینګار لري او هڅه هم ورته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د سولې په مخه کې خپل لوی خنډ هوار کړی او عبدالله عبدالله سره یې د روغې جوړې په ترڅ کې هغه د مصالحې شورا رئیس ټاکلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...