پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+په واده کې د هلک او نجلۍ د رضایت اهمیت

په واده کې د هلک او نجلۍ د رضایت اهمیت

 یوه اړخیزه پړېکړه هم د نجلۍ او هم د هلک په ضرر تمامېږي، داسې پړېکړې تل باید له دواړو خواوو ونیول شي چې راتلونکې کې ستونزه پیدا نشي.

که یو کس پړېکړه وکړي او مقابل لوري خوښه نه وي، نو راتلونکې ژوند کې به هېڅکله خوشحاله نه اوسي.

په واده کې د هلک او نجلۍ پړېکړه تر نورو مهمه وي، ځکه راتلونکې د دوی خپل ژوند دی، نو پرېکړه هم دوی باید ونیسي، ځکه دا د ژوند تر ټولو اړینه پرېکړه او مسئله ده.

که کورنۍ یا بل د هلک او نجلۍ ترمنځ مداخله وکړي، نو راتلونکې کې به مسوولیت هم پر دوی راشي که ښه وي که بد، ملامت به هغه کس وي، نو ځکه باید پرېږدو چې دوی خپله خپل ژوند په هکله پرېکړه وکړي.

که له هغه چا سره د هلک واده وشي چې خوښه یې نه وي یا همداسې نجلۍ هم نو راتلونکې کې د دوی د جلاوالي او دښمني سبب کېږي.

د دواړو لورو نظر غوښتل، ځکه اړینه ده د دې لپاره چې کېدای شي د هلک یا نجلۍ کوم بل څوک خوښ وي.

د هلک او نجلۍ نظر غوښتل یوه منطقي او د اسلام سره برابره لاره ده، نو تل باید دا خبره په نظر کې ولرو.

که د دواړو لورو خوښه وي، د خیانت، طلاق او جلاوالي څخه مخنیوی کوي او راتلونکې کې یوه خوشحاله، روغه او جوړه کورنۍ منځته راتلای شي.

کله چې یو د بل په خوښه واده وکړي، نو راتلونکې کې به اولادونه هم ښه تربیه کولای شي او هېڅکله به ژوند کې کومه ستونزه رامنځته نشي، ځکه که کورنۍ کې ستونزه وي د ماشومانو په روان باندې هم بده اغېزه کوي.

کوم واده چې په خوښه او دوه اړخیزې پرېکړې باندې شوی د هغو په منځ کې تل درنښت او مینه شته او هڅه کوي تل یو بل درک کړي، چې په منځ کې یې تاوتریخوالی او جګړه پیدا نشي. نو ځکه کورنۍ باید دې خبرو ته باید ډېر پام وکړي چې که هلک وي که نجلۍ لومړۍ یې نظر واخلي بیا یې واده وکړي.

پوپلزۍ

1 COMMENT

  1. کاش…!😥
    زمونږ ټولنه همداسې وای.
    کاش مونږ رواج نه بلکي خپل دین بشپړ پر ځان او ټولنې عملي کړﺉ وای،
    هیڅ ستونزه به مو نه درلود.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب