جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهد پاکستان حکومت: عمران خان په معایناتو کې هیروین او الکول څښونکی...

د پاکستان حکومت: عمران خان په معایناتو کې هیروین او الکول څښونکی ثابت شو

تاند:( شنبه ، د جوزا ۶ مه ) د پاکستان د روغتیا وزیر وايي، د دغه هېواد د پخواني لومړي وزیر عمران خان د ازموینې پایلې ښيي چې د هغه په ​​وجود کې د کوکاین او الکولو نښې شته.

عبدالقادر پټیل ویلي، چې طبي راپور د عمران خان دماغي استقلال تر پوښتنې لاندې راولي او ښيي، چې د هغه په ​​پښه کې هیڅ ډول فریکچر نه دی شوی.

عمران خان ادعا کړې چې تېر کال په لاهور کې د ډزو له پېښې وروسته یې پښه ماته شوې وه.

د دغه هیواد چارواکو د عمران خان د نیولو په وخت کې له هغه څخه ازموینې واخیستې.

د پاکستان د روغتیا وزیر د جمعې په ورځ د جنورۍ په پنځمه په کراچۍ کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې د عمران خان د ادرار د ازموینې پایلې به پولیسو ته وسپاري.

ده زياته کړه چې دډاکټرانو يوه ډله دې نتيجې ته رسيدلې ده چې دعمران خان دماغي حالت شکمن دى اؤ هغه ذهني تندرست نۀ دى.

د پاکستاني رسنیو په وینا، عمران خان او د تحریک انصاف ګوند پر ځینو مشرانو د وتلو بندیز لګول شوی دی.

3 COMMENTS

  1. ښه ده چې اوس درته پته ولګېده چې څومره مستبد نظامي استبليشمينټ لرئ.
    تاسې د ولسمشر غني پورې خندل چې …
    ستا خو ګوند شته چې دا دی تاسې يې ګوښه او د ګوند ملګري يې ستا نه يوازې دا چې په زندانونو کې واچول، بلکې استعفاو ته يې مجبور کړل او ستاسې راتلونکې به څنګه کيږي؟
    ستا خو اردو، استخبارات هر څه شته او پر ځای دي، خو تاسې دا دی په نشه يې توکو روږدی هم کړئ. خدای دې خير کړي چې نور به څه کيږي؟
    داسې نه شي چې د بوتو لوبه تکرار نه شي.
    امريکا خو افغانستان ستا په دور کې پاکستان ته وسپارلو چې نن تاسې نه ياست، خو افغانستان لا تر اوسه ستا د حاکم استبليشمينټ تر څار او لارښوونې لاندې اداره کيږي.

  2. زما لپاره دا کوم د تعجب ځای نه دی چي د پاکستان استبلشمنت امرانخان ته داسي دسيسي جوړوي چي ګواکي ډاکترا د عمران خان په وينه وينه کي الکهول وډرگ نښاني موندلي. په د ناروغيوو خو دپاکستان ټول استبلشمنت اخته ده ښه مثال يي جنرال پرويز مښرف وو چي سږی يي د لورسايرز په ناروغتيا باندي اخته وو. کيدی شي عمراخان قصاص کړي او دا هم کوم نوی شي په پاکستان نه دي ځکه چي تير شوی صدران يي بهتو او دبهتو لور دی.
    دا اوسني تورونه ټول درواغ دي ځکه د پاکستان په هر ګوت کي الکهول او اپين ازاد کاورول کيږي ، له اسلي موضوع نه به څوک خبر نشي.

  3. اسلام او د نن ورځې ځیني مسلمانانو کړه وړه د اسلام د مبین او سپیڅلې دین له اساساتو او عقایدو سره په ټکر او مغایرت کې دي. پرته له هیبتې ، حقاني ځناورو، او جهادي تنظیمونو بل هیڅ افغان د پاکستان حکومت او خلکوته د مسلمان په سترګه نه ګوري. او دا خبره ځان ته علتونه او جوانب لري.
    په هر ډول، له یو چا څخه د کرکۍ زهر باید انسان دې ته اړ نه باسي چې خپلو دیني عقایدو ته سپکاوي وکړي. د مسلمانانو په غلطو افعالو د تنقید حق هر بشر لري، خو عقایدو توهین هغه هم د دین څخه د ناپوهې په صورت کې د توجیه وړ ندي. په تیر کې د ما په ګډون ډیرو نورو افغانانو دا پورته دوست ته په ډیره نرمه ژبه او په ټول درناوي ولیکل چې د اسلامي عقایدو ته له توهین امیزه لیکنو لاس په سر شي. په خواشینې سره باید ووایم چې پورته دوست د دین او مسلمانانو په وړاندي ډیره سخته عقده او کرکه لري. دا چې ولې هغې علم رب العالمین ته معلوم دي.
    خو د یو افغان او مسلمان په صفت له دغه دوست څخه هیله کوم چې په خپلو لیکنو کې اسلامي عقایدو ته له سپکاوى ډډه وکړي. د افغانستان دا تیر پنځوس کاله تاریخ د همدغو خبرو له لاسه په وینو ولیکل سو. عقایدو ته د سپکاوی په تور او یا تبلیغ د وینو سیلابونه حتی همدا اوس هم روان دي.
    تاریخ دا ثابته کړه چې د افغانستان په څیر سنتۍ ټولنه کې هغه کسان چې د دینې عقایدو سره په ټکر وي ځاې نلري. ټولنې تجرید کړي او د تاریخ او تورو خاورو کندي ته یې د ابد الابد لپاره سپارلي.
    زه نه غواړم بحث درسره پیل کړم ، د ما شخصي نظر وو او له تا سره شریکولو او په څه پوهولو د هوډ او یون پرته بله ارده نلرم.
    اشهد ان لا اله الا الله واشهد ان محمد رسول الله.
    اللّهمّ صَلِّ وسلّم وبارك عَلى سيّدنا مُحَمَّد وآله وصحبه أجمعين

    و ما علینا الاالبلاغ المبین!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب