د ډاکتر ابراهیم شینواري ژباړه
د ماشوم د زده کړې لومړنۍ اداره کور دی. ماشوم له خپلو والدینو سره تر ټولو زیات وخت تیروي او له دوی او هغه چاپیریال څخه تر ټولو زیات شیان زده کوي چې والدینو ورته تیار کړی وي. والدین د خپل ماشوم په پوهنه کې حیاتي رول لري. که ماشوم په هر عمر کې وي (که په ښوونځي کې درس وایي او که په پوهنځي کې). که والدین خپلو ماشومانو ته پام وکړي، دوی د هغو ماشومانو په نسبت له زده کړو ډیرې موثرې نتیجې اخلي، چې توجه ورته نه ده شوې. که میندې پلرونه لاندې ټکو ته پام وکړي، دوی د خپلو ماشومانو پوهنه ښه کولی شي.