پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+اضطراب او د وېښتانو خاورین رنګ

اضطراب او د وېښتانو خاورین رنګ

 ژباړه: م هڅه

یو شمېر څېړونکي وايي، نوي موارد پیدا شوي چې لوړ اضطراب مو وېښتان خورا ژر په خاورین رنګ بدلولای شي.
پر فارمي موږکانو باندې د درد اغېزې له مطالعې وروسته او کله چې دوی ته رزینیقراتاکسین (یو ډول دوا) پېچکاري شوه، ولیدل شول چې په څلورو اونیو کې د دوی د وېښتانو رنګ سپین شو.

دغه څېړنه لامل شوه چې دوی د اضطراب له امله د وېښتانو سپینېدو په اړه ژوره څېړنه ترسره کړي.

له همدې امله څېړونکو موږکان د جسمي درد، رواني اضطراب او بېلابېلو محدویتونو سربېره د اضطراب بېلابېلو پړاوونو ته وړاندې ورکړل.

له دغه اضطراب پیداکوونکو مواردو څخه هر یو د ملانوسیت سلولونو د خالي کولو لامل شو.
د ملاتوسیت سلولونه د وېښتانو تر هر تار لاندې شته چې د رنګونو دانې تولیدوي، چې همدا د وېښتانو رنګ ټاکي.
د هر کس په ځان کې د ملانوسیت سلولونو تولید د وخت په تېرېدو کمېږي چې د کس له زړښت سره یې د وېښتانو رنګ خاورین او سپینېږي.

که څه هم دا څېړنه د وېښتانو سپينوالي او اضطراب ترمنځ له اړیکې خبرې کوي، خو تر اوسه د دې موضوع سازوکار ژنتیکي (طبي نوم) لا تر اوسه نه ده معلومه.

د هاروارډ پوهنتون څېړونکي د دې څېړنې پر مهال پوه شول چې په موږکانو د اضطراب تجربه د دې لامل شوې ده، چې د دوی سمپاتیک عصبي سیستم فعاله کړي چې د پیامرسان عصبي نورادرنالین د ازادېدو لامل کېږي.
دغه ټیم پوه شو چې د نورادرنالین ازادېدل د دې لامل کېږي چې د ملانویست سلولونه د وېښتانو له رېښې لري شي او همدا ټکی د وېښتانو د خاورین کېدو لامل کېږي.

                                  اوباما د ولسمشرۍ په لومړي او دوهم کال
د هاروارډ پوهنتون استاد او د دغه څېړنې ځانګړی څېړونکی استاد داکټر یاشیه هسو، وايي: “د دوی څېړنه د دغه پېښې په درک کولو کې بنسټ اېښودونکې ده، چې اضطراب څنګه د بدن پر نور غړیو اغېز کوي.

ډاکټر هسو وویل: “پر دې پوهېدل چې د اضطراب تر اغېز لاندې څنګه د بدن پېچلتیاوې بدلون کوي، د اضطراب درملنې د لاسته‌راوړلو وړاندې اړین ګام دی، چې ویجاړونکې اغېزې یې بندې یا یې معکوسې کړو. لا تر اوسه په دې لاره کې ډېر مزل پاتې دی او ډېر څه باید زده کړو.

کله چې موږکانو ته داسې درمل ورکړل شول چې د سي ډې کې رمز اېښودلو مخه ونیسي د دوی د وېښتانو سپینېدل هم بند شول.

د برازیل په سایو پایولو ښار کې د څېړنو یوه لیکوال او د التهابي ناروغیو د څېړنو مرکز څېړونکي داکټر تیاګو ماتار کانها د دغه اختراع په اړه خبرې وکړې.

ډاکټر کانها وویل: “دا څېړنه ښايي چې سي ډي کې د وېښتانو په سپینوالي کې رول لري او له همدې امله د درملنې لپاره موخه هم ګرځېدای شي. لا تر اوسه ژر ده چې دا پروتین به یوه ورځ د درملنې په موخه مورج شي یا نه، خو په غوچ ډول د لا ډېرې مطالعې ارزښت لري.

څېړونکي وایي: “که څه هم ممکن د دوی لاسته‌راوړنو تر اوسه د وېښتانو سپینوالي لپاره درملنه نه وي پیدا کړې، خو د دې موضوع په درک کې چې اضطراب په څه ډول د بدن به نورو برخو اغېزه کوي، ډېره ګتوره وه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب