Homeخبرونهبلاول بوټو بیا له افغان خاورې پاکستان ته د تروریستي خطرونو تور...

بلاول بوټو بیا له افغان خاورې پاکستان ته د تروریستي خطرونو تور پورې کړ

تاند:( شنبه ، د جوزا ۶ مه )  د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو زرداري د دغه هېواد د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د وینا پر مهال یو ځل بیا له افغان خاورې پاکستان ته د تروریستي خطرونو د پېښیدو تور پورې کړ.

نوموړي په افغانستان کې د طالبانو له رژیمه وغوښتل، چې د پاکستان له تحریک طالبان سره جدي چلند وکړي.

هغه وویل: که له افغانستان څخه د تروریستي ګواښونو رامنځته کېدو ته د سرپرست حکومت او نړیوالې ټولنې له خوا جدي پام ونه شي. بیا به یو ناورین ته په تمه اوسوو.”

هغه زیاته کړه: اوس موږ حقایق لرو چې خپل ګاونډی ته ووایو، موږ د احساساتو خبرې نه کوو. موږ حقایق لرو چې د کابل له سقوط ۶۰۰ ورځې وړاندې په پاکستان کې د ترهګرو ډلو له لوري پنځه ترهګریزې پېښې شوې وې، خو د کابل له سقوط شپږ سوه ورځې وروسته دا شمېره ۵۰ ته ورسېده، نو اوس دا زموږ اصلي اندېښنه ده.

نوموړي د اسلام اباد او کابل ترمنځ پر تعامل د ټینګار ترڅنګ وویل، د ټول شموله حکومت د جوړېدو، د ښځو او نجونو د حقونو د بېرته ستنېدو او د افغانستان د غیر ګواښونکي ماهیت په اړه د پاکستان په ګډون د ګاونډیو هېوادونو اندېښنې د ګاونډیو هېوادونو په ګټه دي.

زرداري د خپلو خبرو په دوام وویل: کله چې تاسو له هیوادونو سره دوه اړخیزې ناستې کوئ، هر څوک ورته اندیښنه لري. دوی ټول په افغانستان کې اقتصادي ثبات، د ښځو حقونه، ټول شموله او د امنیتي اندیښنو د حل غوښتونکي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه: “زه فکر کوم چې موږ په نړیواله کچه د افغانستان په اړه کافي همغږي نه لرو، خو کله چې دوه اړخیزې ناستې کېږي، دا اندېښنې راپورته کېږي.”

طالبانو مخکې د پاکستان دا ډول تورونه او اندیښنې رد کړي، خو تازه دریځ ته یې غبرګون نه دی ښودلی.

2 COMMENTS

  1. زاویه نیوز:
    د عوامي ملي ګوند مشر ايمل ولي خان وايي، طالبان امريکا پر افغانستان واکمن کړل او نن همغوی ورته ډالري کڅوړې را استوي. نوموړی يوې پاکستانۍ رسنۍ سره مرکه کې د خبريال دې پوښتنې ته په ځواب کې، چې د افغانستان سرنوشت به څنګه کېږي وايي، تباهي. د نوموړي په وينا، په افغانستان کې پرونۍ جګړه او نننۍ واکمني بهرنۍ پروژې دي او ټول د افغانانو د وژلو لپاره ډيزاين شوې دي: «په قطر کې کېنول، ورسره خبرې کول او واکمنول ټول د لويو قدرتونو د ګټو لپاره دي. پر بانکي سيستمونو د بنديزونو له وجې ورته ډالر په الوتکو کې د همدې هدف لپاره را استول کېږي.»

  2. یاره چا که اردو لیکل زده وي ، نو دې بړوا ته دي ولیکي چې ته ولاړ سه هغه مرتد نیکه دي او رنډۍ مور دي وګټه بیا راسه دا ببو لالي زمزمه کوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...