پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeمقالېاصولي تګلاره او موقف | شاه محمود میاخيل 

اصولي تګلاره او موقف | شاه محمود میاخيل 

د ژوند او سیاست لپاره اصولي تګلاره او موقف نیول همیشه ګټور وي. په پخواني او یا اوسني ملي او علمي شخصیتونو باندې چې نن سبا حساب او ستاینه کیږي د هغوي ستاینه او یادونه د سیاسي اقتدار، موقف، ماڼیو، کورونو او یا پیسو د درلودلو په خاطر نه بلکې د هغوي د کړنو او ملي موقف په نیولو سره یې ستاینه او یادونه کیږي.

هغه کسان چې په خپلو خبرو او ارزښتونو باور نه لري، همیشه یې د خبرو، عمل او موقف نیولو ترمنځ لوی توپیر موجود وي. ډیر کسان ما ولیدل چې ځانونو ته پاک ویل خو د کثافت بوجۍ به یې همیشه په شا وه. د شخصي ګټو او موقف لپاره به د هر چا ثناخواني کوله.

زما په اند، په هر رژیم کې اوسیدل او کار کول د یو چا شخصیت جریحه دار کوي نه ځکه نه ټول ولس د یو هیواد نه وتلې شي او نه ټول ولس په کوټه یعنې خونه کې کیناستلې شي بلکې هر څوک د ژوند او خپلو کورنیو ته د رزق ګټلو لپاره مجبوریتونه لري.

اما د بعضې کسانو شخصیت هغه وخت زیات جریحه دار کیږي چې ښه پوهیږي چې خبرې او موقف یې د ټولو منلو شوو اسلامي، انساني او ملي افغاني ارزښتونو سره تضاد لري اما بیا هم بیمورده څرګندونې د یوې ډلې او یا یو شخص د حمایت او مخالفت لپاره کوي. که په ملي مسایلو کې څوک اصولي موقف د ویرې او یا د شخصي ګټو په خاطر نشي نیولې نو چوپ کیناستل ورته بهتر کار دی.

باالخاصه هغه کسان چې ځانونو ته پوه او سیاستوال وایي، د هغوي لپاره په خبرو او لیکنو کې ډیر احتیاط پکار دی. په هر وخت کې او په خاصه توګه په دې ډیجیتلي پېر کې هره خبره د تاریخ په حافظه کې ثبت کیږي. دا نسل نه بلکې راتلونکي نسلونه به هم د دوی په خبرو او کار قضاوت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب