دوکتور سید اصغر هاشمي
ازمون د کابل پوهنتون استاد، پوهاند، دوکتور او یو ښه استاد/ معلم دی. استاد عالم او معلم دی؛ یعنې د ډېرې مطالعې خاوند دی او دا صلاحیت لري، چې خپلو محصلانو ته خپل فکر او نظر په ښه ډول انتقال کړي. په درس کې د انتقادي فکر له تیورۍ څخه ګټه اخلي او محصلانو ته د انتقادي تفکر لارې چارې برابروي. محصلان کولای شي چې د درس په جریان کې له ده څخه هر ډول پوښتنې وکړي او د نظر ورکولو حق ورکوي.
دوکتور صاحب په لسګونو تخلیقي، څېړنیزو او تدوین شویو اثارو باندې کار کړی دی. د تخلیق او هنر ژبه یې د ستایلو ده چې په یونلیکونو کې یې تايیدولای شو.
په استاد باندې تېزسسونه لیکل شوي دي. زه نه غواړم چې په ټولو اثارو یې خبرې وکړم، یوازې یې یو اثر چې په وروستیو کې چاپ شوی دی او (شپږمه منظومه) نومېږي، استاد په یو داسې ځای کې ګورم چې په دوو کې حیران دی. لکه څنګه چې د دې منظومې نوم (ورکه لاره) ده، په دغه ډول شاعر په یوې داسې ټولنې کې ژوند کوي چې د ریالیزم د تیورۍ له مخې د ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دی، نو ځکه یې لاره ورکه کړې ده، په بل ځای کې د سوریالیزم په پام کې نیولو سره د داخلي ستونزو سره مخامخ دی، چې بیا یې هم لاره ورکه کړې ده. رښتیا خبره دا ده چې انسان د دوو خواوو په درلودلو سره د خیر او شر په جګره کې ښکېل دی، که د ښو په کولو کې اختیار لري، نو د بدو په کولو کې له بېلابېلو جبرونو څخه ځان خلاصولای نه شي. د ټولنیز جبر څخه خلاصون یوه ستونزمنه موضوع ده، ځکه چې په ټولنیز لاشعور کې ډېر شیان انسانانو ته په میراث کې پاتې کېږي، نو انسان څنګه کولای شي چې له هر ډول ټولنیزو مسایلو سره مبارزه وکړي. انسان د تېرو هېرو خاطرو سره په مبارزه کې ښکېل دی، چې دې ته رواني جبر وايي، چې انسان ته ډېر شیان له کورنیو څخه په میراث کې پاتې کېږي، همدارنګه بیولوژیکي جبرونه او داسې نورجبرونه د دې لامل کېږي، چې انسان کله کله د اختیار سره سره له ستونزو سره مخامخ وي، نو ځکه ترې لاره ورکه وي. دغه لاره ډېرو انسانانو ورکه کړې ده، ځینې یې یادونه کوي او ځینې یې د لیکلو توان نه لري. د کافکا (پلار ته لیک) د اثر منځپانګې په پام کې نیولو سره زموږ د ټولنې ډېر سلنه خلک له دې ستونزو سره مخامخ دي، خو یوازې کافکا جرات کړی او حقیقتونه یې بیان کړي دي، یا کافکا دا ذکاوت درلوده، چې دغه ستونزه ښکاره کړي. د دې خبرې یاونه مې ځکه وکړه چې انسان په خپل داخل کې له ډېرو ستونزو سره مخامخ وي، چې ډېر وخت یې لاره ورکه کړې وي.
د دوکتور ازمون اثر (ورکه لاره) د نظمونو ټولګه ده چې د منځپانګې له مخې د ټولنیزو او انساني ستونزو ډېرې خبرې لري، خو زه یې یوازې هغه خبرې ښکاره کوم چې نظمونه یې له سرلیک سره اړیکه لري.
په اوسنیو څېړنو کې د لیکوال د شخصیت او ټولنیز حالاتو پر ځای د هغو لاملونو ښودل اړین دي، چې لیکوال یې لیکولو ته هڅولی دی. د متن له داخل څخه د لیکوال له فکر سره اشنایي اړینه ده او د نظم هر بیت او هره کلمه چې کله د انسان په ذهن کې جوړېږي، د لاملونو ښودل یې اړین دي.
د بېلګې په ډول ولې له شاعر څخه لاره ورکه ده؟ کوم لاملونه دي چې شاعر د لار ورکۍ یادونه کوي؟ آیا سیاسي ستونزې کېدای شي؟ انساني ستونزې پکې اړینې دي او کنه؟ رواني حالت پرې خپلې اغېزې لري او کنه؟ او د داسې نورو لاملونو د سپړلو په وسیله کولای شو، چې د لیکوال له فکر سره اشنا شو او د متنیت د تیورۍ په پام کې نیولو سره له متن څخه کولای شو چې د لیکوال له فکر سره اشنا شو، اوس هغه څېړنې د نقد وړ دي چې فلاني داسې ویلي دي او فلانی داسې وايي.
د بېلګې په ډول د دوکتور ازمون هغه بیتونه راوړم، چې زما د پورتنیو خبرو تصدیق کوي. وايي:
۱. له ما مخکې روان دی زما سیوری خدایه خیر کړې
ورک شوی له موږ دواړو د ژوند لوری خدایه خیر کړې (ازمون، ۱۳۹۹، ۶۵)
۱. هر انسان دوه خواوې لري، یوه خوا یې فزیکي ده، چې له خاورې جوړ دی او د صوفیانو او عارفانو په اند بله خوا یې د انسان روح او زړه دی، چې ارزښت یې لوړ دی. که سیوري ته وګورو، نو (مونولوګ) په نوم اثر کې سیوری د انسان اصلي (زه) دی، چې جسم ته لارښوونې کوي. د افلاطون د مُثل/ غار په نظریه کې سیوری هغه حقیقت دی، چې د هرې فزیکي پدېدې شاته یو اصل او جوهر دی چې دې ته اصلي حقیقت وايي.
شاعر خپل سیوری له ځان څخه بیل ګڼي او وايي چې زما له جسم او سیوري څخه لاره ورکه ده. که سیوری د جسم عکس وي، نو بیا هم شاعر حیران دی، که سیوری افلاطوني سیوری وي، نو بیا هم د معنویت/ داخلي نړۍ او فزیکي نړۍ تر منځ برابري نشته.
د ژوند لوری هغه وخت له انسان څخه ورکېږي، چې انسان د ټولنیزو ستونزو سره مخامخ وي او یا انسان د داخلي رواني ستونزو سره مخامخ وي. د انسان ستونزې له کورنۍ او چاپیریال سره اړیکه لري، نو ځکه ډېر پوهان په دې ټینګار کوي، چې د انسان د شخصیت لپاره دغه دوه اړخونه (وراثت او چاپيریال) بنسټيز رول لري. موږ په دې یو بیت کې د لیکوال د وراثت او چاپيریال ستونزې درک کولای شو.
۲. حالاتو یې اوږو باندې بار کړي درانه پېټي
وجود باندې تر ټولو دی کمزوری خدایه خیر کړې (ازمون، ۱۳۹۹، ۶۵)
۲. د وجود کمزوري فزیکي کېدلای شي، خو که یو کس هر څومره پهلوان وي، چې ټولنیزې او سیاسي ستونزې حاکم وي، بیا هم ځان ته کمزوری وايي. که یو انسان د فکر او بیان ازادي ونه لري، د خپل حق تر لاسه کولو او حق ورکولو ازادي ونه لري او په لسګونو داسې نورې ازادي ګانې شته چې موږ ته راکړل شوي نه دي، نو زموږ څخه ډېر کمزوري خلک څوک کېدلای شي. له نن څخه اته کاله مخکې مې یوه مقاله ولیکله، سر لیک یې و (مسلمان وای، خو چې له افغانستان نه وای)، هلته د یوې لويې نهیلۍ او یاس یادونه شوې وه. موږ ته خپل حق نه راکول کېږي، نو ځکه ډېر خلک خپه دي او خپل هېواد پرېږدي. شاعر د حالاتو د ستونزو له امله ځان کمزوری ګڼي. دغه هر ډول ستونزې کېدلای شي.
۳. د ژوند ستړی مزل دی ستړې لارې ستړې ورځې
ازمون نه دی ورک شوی د بخت ستوری خدایه خیر کړې (ازمون، ۱۳۹۹، ۶۵)
۳. کله کله په انسان باندې ژوند بوج شي. په وروسته پاتې هېوادونو کې ستونزې ډېرې وي، نو ځکه له ډېرو ستونزو سره مخامخ ژوند تېرېږي. د استاد الفت خبره ده چې: (پوهه قدر او قیمت نه لوړوي، دښمني پیدا کوي.) زه پوهېږم چې دوکتور ازمون ته ډېرې ستونزې یې خپل کار پیدا کړی دی. زه په لږ عمر کې د همدغې برخلیک سره مخامخ وم، علمي کار مې خپل کاوه او هېڅ ډول ستونزه مې انسان، حیوان او آن تر دې چې کایناتو ته نه رساوه، خو د سارتر او هابز هغه خبره چې: (انسان د انسان دوزخ دی!/ انسان د انسان لېوه دی!) خبره د نورې نړۍ په نسبت دلته ښه صدق کوي چې د شاعر له پورته شعر څخه یې ښه درک کولای شو. ژوند ښکلی دی، خو په ځینو ټولنو کې بدرنګ وي، چې دغه بدرنګتیا له چاپيریال او د چاپیریال له خلکو سره تړاو لري. په جغرافيه کې ستونزه نشته، د جغرافيي په خلکو کې ستونزې دي. یوه ورځ یوې ښکلې درې ته په چکر تللي وو، یو خارجي راته وویل: (ډېر ښکلی ځای دی، زموږ له هېواد سره یې نه بدلوئ.) ما ورته په ځواب کې وویل چې ځای درسره نه بدلوو، خلک درسره بدلوو.
د تصوف او عرفان له نظره هغه جغرافیه خپه وي، چېرته چې ناسم انساني اعمال تر سره کېږي. د هیومانیزم له نظره انسان باید له انسان، حیوان، نبات او کایناتو سره ښه اړیکه ولري. څو ورځې مخکې مې ولوسته چې په اروپا کې هغه کور څوک نه اخلي، چې په کوم کور کې اوسېدلی کس د منفي فکر خاوند وي او یا رواني ستونزې ولري. داسې کورونه ځکه نه اخیستل کېږي چې دغه اغېزې د ډېر وخت لپاره د کور په چاپیریال کې وي او په نورو اوسېدونکو باندې بدې اغېزې کولای شي. فزیک هم دا خبره ثابتوي چې د انسانانو بدې کړنې په کایناتو کې پاتې کېږي او تصوف او عرفان ډېر پخوا دا خبره کوله.
دوکتور ازمون ډېر زحمت کشه انسان دی، چې هره هڅه او کړنه یې د اختیار استایتوب کوي، خو په دې بیت کې له زحمت سره سره برخلیک او طالع ته ارزښت ورکوي. خوشحال خان د هنر او کار پلوی دی، رحمان بابا د طالع پلوی دی، خو شاعر دلته د کاراو هڅې سره سره د بخت پلوی دی.
د شاعر له ټولو پورته بیتونو څخه څرګندېږي چې شاعر د بېلابېلو ستونزو له امله لاره ورکه کړې ده، نو ځکه یې د ټولګې نوم هم (ورکه لاره) ده.
۴. دلته د یو او بل په کار کې څوک غرض نه لري (ازمون، ۱۳۹۹، ۲۲)
۴. شاعر له علمي سفرونو سره ډېره مینه لري چې ښه بېلګه یې په یونلیکونو کې لیدلای شو. کله چې په سفر امریکا ته ځي، ګوري چې هلته یو انسان د بل انسان په کارونو کې کار نه لري. ښه انساني او اسلامي ټولنه د خپلو کارونو په برخه کې فکر کوي، د نورو په کارونو کې لاسوهنه نه کوي.
د حقوق الله او حقوق العباد په پام کې نیولو سره انسان ته نه ښايي چې د نورو انسانانو په کارونو کې لاس ووهي، موږ ټوله ورځ د نورو غیبت کوو، درواغ وایو، نورو ته زیان رسوو او په لسګونو داسې نورې انساني ستونزې لرو.
د شاعر له دغې نیم بیتي څخه داسې څرګندېږي، چې ولې یو انسان د بل انسان په کارونو کې لاسوهنه وکړي؟ ولې یو انسان بل انسان ته زیان ورسوي؟
۵. بې روحه څېرې
زه هر سهار او ماښام
د ښار په څو واټو کې ګرځم ځانته رزق لټوم
د دې واټونو څلور لارو منځ کې
یو څو بې روحه څېرې هم وینمه
پټ پټ مې خوري او ځوروي مې ذهن
اوس پر دې راز پوه شومه چې
د دې څېرو سیوري کې پټې دي
د جنګ او د وحشتونو کیسې
را شه چې دا څېرې په قدر
له دې ځای پورته کړو
دا خپل تنکي ذهنونه
نور د جګړو له شوره و ژغورو
که ژوند مو خوښ وي(ازمون، ۱۳۹۹، ۳۰)
۵. دوکتور ازمون د هغو څېرو یادونه کوي چې په تېرو وختونو کې به یې لوی لوی عکسونه په چوکونو کې ولاړ وو، سرکونه او جادې به یې په نوم وې، پوهنتونونه به یې په نومونو وو او لويې لويې مقبرې به یې درلودې. کله چې د یو ملت دا حال وي، هېڅکله به د ښې ورځې خاوند نه شي، موږ د ظالم او لوی عالم تر منځ توپیر په دې کوو چې د لوی عالم سره اشنايي نه لرو، نه خوشحال پېژنو او نه الفت. د مولانا او ابن سینا له افکارو سره اشنا نه یو او د البیروني ورک شوی قبر په یو داسې ځای کې دی چې د افغانستان ډېر خلک یې له نوم سره هم اشنا نه دي او نه یې د قبر ځای مناسب دی. همدا اوس د سید جمال الدین افغان مقبره چې په کابل پوهنتون کې ده، یوه ښه بېلګه ده چې ګډه وډه او ماته پرته ده، خو په مقابل کې راشه د ډېرو جنګ سالارانو قبرونه وګورئ چې په کوم ډول جوړ شوي دي.
زموږ ټولنیز روان داسې جوړ شوی دی چې په کورونو کې د کتابونو او کتابخانو پر ځای اسلحو ته ارزښت ورکوو، د علم پر ځای جنګ ته ارزښت ورکوو، چې لوی لامل یې د همدغو بې روحه انسانانو کالبتونه دي، چې په چوکونو کې موجود وو. د نوي نظام دې کور اباد وي چې دغه کار ته یې د پای ټکی کېښود او هیله مې دا ده چې لوی سرکونه، پوهنتونونه او علمي ځایونه د عالمانو په نومونو باندې ونومول شي.
دغه عکسونه د شاعر روان ته زیان رسوي او لاره یې ورکه کړې ده چې اوس علم ښه شی دی او که جنګ؟ د یوې ټولنې ارزښتونه په څه کې دي؟ ولې ارزښتونه نه پېژنو؟ ولې د عالم پر ځای د یو داسې چا عزت کوو چې د عزت لیاقت نه لري؟ او په لسګونو داسې نورې پوښتنې ورسره ځکه پیدا کېږي چې دوکتور ازمون عالم دی او د علم په ارزښت پوهېږي. له یو انسانه هغه وخت لاره ورکه شي چې د ټولې نړۍ برعکس په یوې داسې ټولنې کې ژوند ته دوام ورکړي، چې هر څه پکې ناسم وي.
۶. د خاموشۍ چیغې خورې دي پاچا ګټه کوه
اوس په سرونو کې هېڅ بغاوت پاتې نه دی (ازمون، ۱۳۹۹، ۵۷)
۶. د اکثریت او اقلیت پېژندنې سره یو شان نه دي، اوس په نړۍ کې د ککرو پر ځای مغزونه شمېرل کېږي. زموږ د پښتو ژبې پخوانی شاعر (بیت نیکه) د وګړو د ډېر والي خبرې کوي، لوی لامل یې دا وو چې په لومړنیو وختونو کې انسانان لږ وو، خو اوس د نړۍ لپاره د انسانانو شمېر او ډېر والی یو لوی ګواښ دی. په نړۍ کې لږو ډېر اته میلیارده انسانان ژوند کوي، په راتلونکو کلونو کې دغه شمېر یوولس میلیاردو ته رسېږي، نو ځکه په نړۍ کې اوس د انسانانو حساب په علمیت، انسانیت، مسلمانیت او په داسې نورو مسایلو کېږي چې ځان او نړۍ ته یې خیر ورسېږي. کله چې یو انسان حق غواړي او کوښښ کوي چې ځان او د نړۍ انسانانو ته خیر ورسوي، نو دغه فکر د علمیت او پوهې سره تړاو لري. عقلانیت کولای شي چې نړۍ فتحه کړي، کاینات تسخیر کړي او نړۍ ته خیر ورسوي. پوهاند ازمون وايي چې پاچا په ګټه کې دی، ځکه چې خلک خپل حق غوښتی نه شي، د خپل حق نه غوښتل یوه ستونزه ده چې شاعر په دغې لار ورکې ټولنې او انسانانو سره وخت تېروي او حیران دی چې دوی به کله خپل حق غواړي؟ کله به هر ډول علمي، فکري او داخلي ازادي تر لاسه کوي؟
۷. اور به وای پورې نور په تورو او په زغرو باندې
کاشکې څوک دلته پوهېدلای په خبرو باندې (ازمون، ۱۳۹۹، ۵۹)
۷. جنګ او جګړه که هر څومره په حقه وي، نو ښه کار نه دی. انسان د دوو خواوو پر درلودلو سره وخت تېروي، که د نړۍ لومړنی مرګ او جګړه د هابیل او قابیل تر منځ واقع شوی نه وای، نو نن به د نړۍ انسانان چېرته ځای شوی وای؟ اخرت، سوال او ځواب، جنت او په انسان کې د خیر او شر دغه کشمکش به څه ارزښت درلود؟ دا چې بده پدېده د انسان په داخلې کې شته او د انسان په داخلې کې د بدو درلودل د انسان درجه ټاکي او انسان داسې پیدا شوی دی چې که ښه کوي، نو بد به هم کوي، خو شاعر له جنګه ستړی دی او نور جنګ نه غواړي. نور د خبرو منطق ته ارزښت ورکوي، پوهې او عقلانیت ته لوړتیا ورکوي. هره انساني ستونزه د خبرو په وسیله حلېږي، نو اړتیا نشته چې جنګ وکړو او د جنګ په وسیله ځان خپلو موخو ته ورسوو.
د دوکتور ازمون له دې څو بېلګو څخه څرګندېږي چې دی د ښو غوښتونکی دی او د بدو غندنه کوي، خو دی په یوې داسې ټولنې کې ژوند کوي، چې ستونزې ډېرې لري، نو ځکه یې لاره ورکه کړې ده او د خپل زړه درد له موږ سره شریکوي.
ماخذونه
۱. ازمون، لال پاچا. (۱۳۹۹). ورکه لاره. کابل. جهان دانش خپرندویه ټولنه.