چهارشنبه, اپریل 24, 2024
Homeخبرونهروسیه: ټول ګډونه حکومت جوړول په افغانستان کې د ملي روغې جوړې...

روسیه: ټول ګډونه حکومت جوړول په افغانستان کې د ملي روغې جوړې سبب ګرځي

تاند: ( جمعه، د جوزا ۵ مه) ‏‏‏‏په تاجيکستان کې د روسیې سفیر سیمیون ګریګوریف د تاجکستان، روسیې او چین د دوستۍ په غونډه کې وویل چې دغه درې هېوادونه په افغانستان کې د سولې ټینګښت ته ژمن دي.

هغه زیاته کړه چې د مسکو، بیجینګ او دوشنبی هدف “د یو ټول توکميزه او ټول شموله حکومت د جوړولو له لارې د افغانانو خپلمنځي پخلاینې ته رسیدل دي.”

د روسیې سفیر همداراز ټینګار کړی چې په افغانستان کې سوله د یوه حکومت په جوړولو سره راتلای شي.

ګریګوریف ويلي، د افغانستان وضعیت د مسکو، بیجینګ او دوشنبی د پاملرنې وړ دی، وویل چې درې واړه هېوادونه د افغانستان د ستونزو د حل لپاره له ټولو موجودو فورمونو کار اخلي.

تر دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د طالبانو د واکمنۍ په رسمیت پېژندلو کې د مسکو د شرطونو په توګه د ټولو توکمونو د استازو په شتون او د بشري حقونو مسلو ته درناوي د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره دوه شرطونه اعلان کړي وو.

لاوروف په یوه خبري کنفرانس کې ټینګار وکړ، چې د مسکو له نظره، د طالبانو د رسمي پېژندنې شرایط د ټولو توکمیزو ډلو او سیاسي ځواکونو په شتون او همدارنګه بشري حقونو ته د درناوي سره د یوه ټول شموله حکومت جوړول دي.

د طالبانو پرون سرپرست رئیس الوزرا مولوي عبدالکبير پرون د دوی د واکمنۍ د نه ټول شموله والي ادعاوې رد او وويل، چې د بېلابېلو قومونو او سیمو خلک ورسر

ه چارواکي دي.

1 COMMENT

  1. تول ګډونه یعنی دغلو او جاسوسانو حکومت، اول یی تاسو په خپلو ملکونو کی جوړ کړی که ښه نتیجه یی ورکړه بیا به موږ هم فکر په وکړو. ځکه زموږ په ملک کی یی نتیجه ورنکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب