شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهداعش د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت منلی، شنونکي شک ورباندې...

داعش د پاکستان پر سفارت د برید مسوولیت منلی، شنونکي شک ورباندې لري

تاند:(یکشنبه، د قوس ديارلسمه) د داعش ډلې د خراسان څانګې په کابل کې د پاکستان پر شارژدافېر د حملې مسوولیت په غاړه واخیست.

د جمعې په ورځ د کابل په پروان مېنه کې د پاکستان پر شارژدافیر عبیدالرحمان نظاماني په ډزو کې د هغه یو ساتونکی ټپي شو خو نظاماني روغ ووت.

داعش ډلې ویلي دا برید د دوی یوه غړي کړی دی.

د طالبانو حکومت، پاکستان او امریکا دا برید غندلی او طالبانو ویلي چې په دې تړاو یې یو تن نیولی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې دغه برید ته ډېر شنونکي د شک په سترګه ګوري.

د دوی په باور، د داعش له لوري د دغه برید سرته رسول له دې امله ممکن نه ښکاري، چې د دې ډلې بریدونه معمولا ډېر پېچلي وي، زيات دوام کوي او ډېر تلفات اړوي، خو دا برید هیڅ هغسې بریدونو ته ورته نه و.

د طالبانو د ادارې چارواکو په دې اړه څه نه دي ويلي.

له دې برید څخه مخکې په بهرنيو چارو کې د پاکستان د دولت وزیرې حنا رباني کهر کابل ته سفر کړی و.

په وروستيو کې پاکستان سخت اقتصادي ناورين سره مخ دی او منتقدان يې تور پرې لګوي، چې داسې پلان شویو پېښو سره امریکا او نورو هېوادونو ته ځان د ترهګرۍ ګواښ سره مخامخ ښيي او اقتصادي مرستې ترې تر لاسه کوي.

شنونکي په افغانستان او سيمه کې د داعش ډلې په نوم فعاليتونه هم د پاکستان لوبه بولي ، خو پاکستاني چارواکي یې ادعا نه تاییدوي.

3 COMMENTS

  1. د داعش او تلب لکۍ او جلب دواړه د پاکستان په لاس کې دي . دا هېڅ امکان نه لري چې د دوی له اجازې پرته داعش کوم عمل وکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب