Homeخبرونهشیخ نديم د پوهنتون د استادانو د معاش لوړیدو ژمنه وکړه

شیخ نديم د پوهنتون د استادانو د معاش لوړیدو ژمنه وکړه

تاند:(یکشنبه، د قوس ديارلسمه) د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت سرپرست شېخ ندامحمد ندیم هرات ته د سفر پر مهال د پوهنتون استادانو د معاشونو د زیاتیدو خبر ورکړی.

نوموړي دا هم ویلي، چې د استادانو پاتی معاشونه به هم ژر ورکړل شي.

معلومه نه ده، چې د استادانو په معاشونو کې څومره زياتوالی راځي.

د طالبانو دغه وزیر په عین حال کې له بهر ته تللو استادانو غوښتي، چې بيرته هېواد ته ستانه شي.

په وروستيو ورځو کې د طالبانو د لوړو زده کړو وزير یو ویډیو کلیپ په ټولنیزو رسنیو کې ډېر لاس په لاس شوی، چې نوموړي پکې د نجونو عصري زده کړې حرامې او فحشا ګڼلي او له دې کبله یې د افغانستان د ازادۍ ګټونکی او مترقي پاچا امان الله خان ته سپکې سپورې ویلي.

د هغه دغه څرګندونې په پراخه کچه د خلکو توندو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...