پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهبهرنيو چارو وزير پر حکمتيار د برید د عاملینو د نیولو د‌...

بهرنيو چارو وزير پر حکمتيار د برید د عاملینو د نیولو د‌ هڅو ژمنه وکړه

تاند:(یکشنبه، د قوس ديارلسمه) د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر مولوي امير خان متقي د حزب اسلامي مشر انجينر ګلبدین حکمتیار سره وکتل او پرې د شوي برید پر مهال یې د هغه د وژل شويو دوو ساتونکو فاتحه وکړه.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې ملا متقي حکمتيار ته د امنیت په برخه کې د لا زیاتو اقداماتو، د ورته پېښو د مخنیوي، د مجرمینو د نیولو او سزا ورکولو په اړه د بشپړ کوښښ ډاډ ورکړ.

سرچينه وايي حکمتیار د هغوی له حال پوښتنې او خواخوږۍ مننه وکړه، او دغه پېښه یې د هیواد د سرسخته دښمنانو کار وباله.

 په کابل کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدين حکمتيار پر کور او جومات اوړمه ورځ برید وشو، چې د حکمتيار د ساتونکو مشر او يو ساتونکی پکې وژل شوي او دوه تنه نور ملګري يې ټپيان دي.

په همدې ورځ په کابل کې د پاکستان پر سفارت هم ناڅرګندو کسانو برید کړی.

د دواړو بريدونو مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب