Homeخبرونهپه کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې شوي

په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې شوي

تاند(جمعه، د قوس ۱۱ مه) نامعلومو وسله والو نن په کابل کې د پاکستان پر سفارت ډزې کړي او د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږترلږه یو تن ټپي شوی دی.

 راپورونه وايي چې د حملې هدف د پاکستان شارژدافیر عبدیالرحمان و خو نوموړی له حملې روغ وتلی دی.

د پاکستان صدراعظم شهباز شریف دا پېښه په کلکه غندلې  او پر خپله ټویټرپاڼه یې کښلي:

« زه په کابل کې د (پاکستان) پر سفارت دا وحشیانه قاتلانه هڅه په کلکه غندم. سلام دی وي هغه زړور امنیتي ساتونکي ته، چی د خپل ژوند د ژغورلو لپاره په مرمۍ ولګېد. د امنیتي ساتونکي د ژر تر ژره روغتیا لپاره دعاکوم. د دې ناوړه عمل د ژر تر ژره پلټنو او د عاملانو په وړاندې یې د اقدام غوښتنه کوم.»

تراوسه پورې د دې برید مسوولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

دا نن په کابل کې دوهمه حمله ده. تر دې وړاندې دوو حمله کوونکو نن په کابل کې د اسلامي حزب پر مرکزي دفتر برید وکړ خو مخکې تر دې چې هدف ته ورسیږي ووژل شول.

حزب اسلامي په خپله خبرپاڼه کې وايي چې د حکمتیار په شمول د دغه ګوند هیڅ غړي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د حکمتیار دوه ساتونکي برسېرن ژوبل شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...