سه شنبه, مې 21, 2024
Homeخبرونهد حکمتیار پر مرکزي دفتر په برید کې دوه بریدګر ووژل شول

د حکمتیار پر مرکزي دفتر په برید کې دوه بریدګر ووژل شول

تاند(جمعه، د قوس ۱۱ مه) د حکمتیار اسلامي حزب وايي چې دوو حمله کوونکو نن په کابل کې د دغه ګوند پر مرکزي دفتر برید وکړ خو مخکې تر دې چې هدف ته ورسیږي ووژل شول.

حزب اسلامي په خپله خبرپاڼه کې وايي چې د حکمتیار په شمول د دغه ګوند هیڅ غړي ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې خو د حکمتیار دوه ساتونکي برسېرن ژوبل شوي دي.

په ځنیو نورو راپورونو کې هم ویل شوي چې په دې برید کې د حکمتیار دوه ساتونکي ټپیان شوي او دوه ترهګر وژل شوي دي.

دا برید په داسې ورځ وشو چې حکمتیار عموماً د جمعې د لمانځه خطبه د خپل دفتر په جومات کې اوروي. له دې داسې ښکاري چې د حمله کوونکو هدف په خپله حکمتیار و.

تراوسه پورې کومې ډلې د دې برید مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو د طالبانو له واک ته رسیدو وروسته دا ډول بریدونه عموماً داعش وسله واله ډله کوي.

2 COMMENTS

  1. د نوی اوبی تجربی ترهګر په لاس د پنځه پنځوس کلنې سابقی لرونکی ترهګرباندی حمله د کامیابی لږ چانس لری د حکمتیار صاحب لومړنی ترهګری پنځه پنځوس کاله مخکی د سیدان سخندان قتل کول و، بیا یی پر نجونو تیزاب شیندل او بیا یی د داود خان په وړاندی ترهګری وکړه او بیا تیرو شلو کلونو کی…. ، نو دا خو پوره کاری تجربه شوه، ددی په وړاندی کامیابی مشکله ده

  2. به هر رنګی که میخواهی ،جامه بپوش من از طرز خرامټ می شناسم
    بل شاعر وایی
    عُرفی تو میندیش ز غوغای رقیبان ـ اواز سګان کم نکند رزق ګدا را

    زه نه پوهیږم،وحیدجان څه وایی؟خوشحاله دی که خپه؟
    ترهګر ته د صاحب ،کارول ستا د لیکوالی شهکار دی، خو پوه نشوو چې تا مائویستانو او کمونستانو
    ته چاپلوسی کړی او که د قران کریم په ژبه؛ وما تخفی صدورهم اکبر۰۰۰۰ زړه کی ډیر څه لری خو بیا هم
    قرانکریم داسی ډول څو مخی خلکو تو وایی؛ قل موتوا بغیظکم۰۰۰۰۰
    خو خپله اصلی څیره ښکاره کړه او د شاعر دا توصیه مه هیروه چې انسان سړیتوب ته رسوی
    در بساط نکته دانان خود فروشی شرط نیست ـ یا سخن دانسته ګو ای مرد دانا یا خموش
    ته که په یوه خطبه پوه شوی وای دا ډول پریوتی لیکوالی دی نه کوله۰
    زه څه شخصی علاقمندی چا سره نلرم،دا چې قرانکریم وایی؛
    مه وایه چې څوک وایی، وګوره چې څه وایی۰
    اوس د څه ویلو مَرد ډیر کم پیدا کیږی۰

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب