Homeخبرونهد حکمتيار پر دفتر د برید غندنه؛ مولوي کبير: خلک دې په...

د حکمتيار پر دفتر د برید غندنه؛ مولوي کبير: خلک دې په امنیت ساتلو کې مرسته وکړي

تاند:(جمعه، د قوس يوولسمه) ‏‏‏‏ د طالبانو د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په کابل کې د حزب اسلامي د مشر انجنیر ګلبدین حکمتیار پر دفتر نننی برید غندلی.

نوموړي په دې اړه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې ‏د افغانستان دښمنان هڅه کوي په دې ډول بریدونو سره د افغانانو ترمنځ نفاق رامنځته او په هېواد کې وېره خپره کړي.

نوموړی زیاتوي:«له نیکه مرغه چې افغانان، د دښمنانو او شریرو عناصرو پر دې شومو موخو ښه خبر دي او دا بریدونه نشي کولای د دوی ترمنځ تفرقه رامنځته کړي.»

‏مولوي کبير له حکمتیار سره د خواخوږۍ تر څنګ ويلي،چې دوی به د دې ډول پېښو د مخنیوي لپاره خپلې هڅې لا ډېرې کړي.

د طالبانو دغه لوړپوړي مقام زياته کړې:«امنیتي ځواکونه مسؤولیت لري چې د ټولو افغانانو امنیت خوندي کړي؛ خو د دې ډول بریدونو د مخنیوي لپاره له خلکو غواړو له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.»

د طالبانو په دې اعلاميه کې زياته شوې، چې په دې برید کې د حکمتیار یو ملګری وژل شوی اودوه نور ملګري ټپیان شوي.

د يادې پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی، خو ويل شوي چې برید دوو بريدګرو کړی، چې دواړه وژل شوي دي.

نامعلومو وسله والو نن په کابل کې د پاکستان پر سفارت هم ډزې کړي او د لومړنیو معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې لږترلږه یو تن ټپي شوی دی.

 راپورونه وايي چې د حملې هدف د پاکستان شارژدافیر عبدیالرحمان و خو نوموړی له حملې روغ وتلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...