شنبه, مې 18, 2024
Homeخبرونهپاکستان بې ویزې افغانانو ته د ۳ کاله بند خبرداری ورکړ

پاکستان بې ویزې افغانانو ته د ۳ کاله بند خبرداری ورکړ

تاند:( چارشنبه، د عقرب پینځه ويشتمه) د پاکستان کورنیو چارو وزارت په دغه هېواد کې مېشتو هغو افغان کډوالو ته، چې د ويزو موده یې پای ته رسیدلې، له دغه هېواد څخه د ژر وتو امر کړی.

دغه وزارت خبرداری ورکړی، چې داسې افغان کډوالو سره به پاکستان نه د نه وتو په صورت کې تر درېیو کلونو پورې بندیان شي.

د پاکستان کورنیو چارو وزارت له هغو افغان کډوالو چې ويزې یې پای ته رسیدلي غوښتي څو د روان میلادي کال تر دسمبره له پاکستان څخه ووځي.

د‌ پاکستان دغه خبرداري په دې هېواد کې مېشت افغان کډوال او پناه غوښتونکي سخت انديښمن کړي.

دوی وايي چې افغانستان ته بيرته ستنيدای نه شي، پاکستان ېې ويزې نه تمدیدوي او نورو هېوادونو ېې د پناه غوښتنې قضيې په جدي ډول نه تعقیبوي.

3 COMMENTS

  1. ذبیح الله بې جهاده، ملا امیر خان مټکیه، له حق بې خبره حقانیانو، په چادرۍ او مرغانچې کې پټ ملا هیبته دا سپین ږېری چې پاکستاني سپي تر ستنونې نیولی ستاسو پلار او دا حیرانه او له غمه ډنډه سپین سره ستاسې مور ده. نور مو خپله خوښه.

  2. زه خو وایم چې د هندوستان له بندره تر کراچۍ ۔لا هور او پنجاب تر غربي سرحده دې افغان پښتون هېڅ نه ورځي۔ بلا دې ورواچوي۔لعنت ېې پر ويزو او بزو کړې۔
    ط ط ۔ښه او بد ط دې تکړه شي فاټا۔پښتونخوا او بلوچستان دې ټينګ کړي او ازغن تار او خندقونه دې د اردن لوېديځې غاړې او غزې مومنينو مومناتو ته په امارت کې ولېږي! نو هغه وخت چې کم دی نه به خلاص شئ او هم به د عوامو پارټيو او غورځنګونو ارمانونه د باباګانو پوره سوي اوسېږي۔

  3. پنجابیان پر افغانانو فشار راوړي چې له ملګرو ملتونو یومقدار دالر رابود کړي .
    پدې برخه کې د ملګرو ملتونو اختصاصي سازمانونه او هغه پنځوس هېوادونه چې په تېرو شلو کلونو کې یې په افغانستان کې نظامي قوتونه درلودل ، مسوولیت لري چې له پنجابیانو سره خبرې وکړي او یا هغوی ته چې واقعا په افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی ، ویزې ورکړي . لکه څنګه چې شیطان د انسان ازلي دښمن دی ، دغه شان پنجابیان او د رنجیت سنګهه اولاده د افغانانو ازلي دښمن دی . دوی به هېڅکله په افغانانو رحم ونکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب