چهارشنبه, سپتمبر 25, 2024
Homeخبرونهد لغوه شویو ادارو کارکوونکو ته د معاشونو ورکړه پيل شوه

د لغوه شویو ادارو کارکوونکو ته د معاشونو ورکړه پيل شوه

تاند:( سې شنبه، د عقرب څلور ويشتمه) د طالبانو د چارو اداره وايي، چې د دوی له لوري د اړونده ارګانونو په همکارۍ د لغوه شویو ادارو کارکوونکو ته د معاشونو وېش روان دی.

د دغې ادارې د معلوماتو له مخې، د معاشونو د ویش دغه پیل يې د سولې په چارو کې د دولت وزارت له کارکوونکو کړی دی.

د سرچينې په وينا ،دغه وېش چې تېره ورځ پیل شو، د اونۍ تر پایه به دوام ولري او پکې به د اوو ادارو سلګونو لغوه شویو مامورینو او د یوې مدغم شوې ادارې د کارکوونکو باقي معاشونه ورکړل شي.

د چارو ادارې د مالي او اداري ریاست د مسؤلینو په وینا، د سولې په چارو کې د دولت وزارت، ولسي جرګه، مشرانو جرګه، د ټاکنیزو شکایتونو کیمسیون، په پارلماني چارو کې د دولت وزارت، د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې کمیسیون هغه ادرسونه دي چې لغوه شوي او کارکوونکو ته يي معاشونه اجرا کېږي.

‏د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو ادارې اړوند ۲۹۰ تنه چې ۲۸ تنه يي ښځې دي، هم په دې لیست کې دي چې پاتې شوي معاشونه يي ورکړل شي.

‏د سرچینې په وینا د لغوه شویو ادارو ټول کارکوونکي چې بالمقطع هم پکې شامل دي ۲۴۴۴تنه کېږي چې ۲۴۹ يي مېرمنې دي، دوی ته د طالبانو له واکمنۍ وروسته معاشات ورکول کېږي.

د طالبانو د چارو ادارې د معلوماتو له مخې ، وړاندې تر دې چې دا وېش پیل شي، د لغوه شویو ادارو د کارکوونکو اړوند یو کمیسیون ټاکل شوی و، چې د هغوی د معلوماتو پر اساس د هرې ادارې تشکیلات ولیدل شول او پرېکړه وشوه، چې د تېر لمریز کال د اسد له میاشتې وروسته ورته معاشونه حواله کړل شي.

سرچينه زياتوي، ‏په دې ادارو کې ځينې داسې ادارې هم وې چې د ځینو میاشتو معاشونه يي همکارانو ته ورکړل شوي و، ځکه خو د وېشل کېدونکو معاشاتو موده سره متفاوته ده.

يو شمير خلکو د طالبانو د ادارې د

له لوري بې سرنوشته شویو مامورینو ته د معاشونو د ورکړې هرکلی کړی، خو یو شمېر نورو بیا نیوکه کړې، چې ولې ېې خلک وزګار کړي او د دوی پر ځای ېې خپل غیر مسلکي ملایان او جنګیالي ګمارلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب