جمعه, مارچ 29, 2024
Homeخبرونهروسيه او هند د افغانستان په اړه له سیمه ییزې غونډې مخکې...

روسيه او هند د افغانستان په اړه له سیمه ییزې غونډې مخکې خپلمنځي مشورې کوي

تاند:(چار شنبه ،د عقرب اتلسمه)‏‌ ‏‏د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې هندوستان سره په مسکو کې د افغانستان په اړه د سیمه ییزې غونډې (مسکو فارمټ) له جوړیدو مخکې د خپلمنځیو مشورو غونډه کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې راغلي، چې دا مشورتي غونډه د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزيرانو په کچه تر سره کیږي.

د افغانستان په اړه د روسیې په کوربه توب دویمه غونډه د روانې نومبر میاشتې په نیمایي کې کیږي.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې دغې غونډې ته د افغانستان د حاکمو طالبانو استازي نه دي بلل شوي.

روسي چارواکو ويلي، چې د طالبانو حاکمه ډله امریکا د خپلو ګټو لپاره رامنځته کړې او اوس د افغانستان له خاورې د سیمې هېوادونو ته د داعش او نورو ترهګرو ډلو د ورتلو وېره ده.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت بیا د دوی د رامنځته کیدو تر شا د هر هېواد لاس لرل رد کړي او ويلي، چې د دوی له ګډون پرته به د افغانستان په اړه هره غونډه بې پایلې وي.

شنونکي باور لري، چې د طالبانو ادارې ته د سیمې او نړۍ د قدرتونو ترمنځ توازن ساتل ځکه ستونزمن دي، چې دواړه لوري ترې خپلې غوښتنې لري او طالبانو ښودلې،چې په هم مهاله ډول د‌ دواړو د خوشالولو کمال نه لري.

د طالبانو اداره بيا په متوازن بهرني سياست ټینګار کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب