Homeخبرونهنړيوال سور صلیب:د ژمي راتلو سره به د افغانانو د ژوند شرایط...

نړيوال سور صلیب:د ژمي راتلو سره به د افغانانو د ژوند شرایط نور هم سخت شي

تاند:(چار شنبه ،د عقرب اتلسمه)‏‌ ‏‏نړیوال سره صليب ادارې د ژمي له رارسيدو سره د افغانانو د ژوند په شرایطو کې د لا ډېرو ستونزو خبرداری ورکړی او بيا يې ۲۴ میلیونو خلکو سره د عاجلو مرستو غوښتنه کړې ده.

دغې ادارې ويلي، چې سمدستي د هغو افغانانو شمېر ۲۰ ميليونه دی، چې کافي خوړو ته لاسرسی نه لري.

نړيوال سره صليب د هغو افغانانو شمېر ۲۴ ميليونه ښودلی، چې عاجلې بشري مرستې ورسره ضرور دي.

د یادې ادارې په تازه اعلامیه کې ښځې او یتیمان د افغانستان د روان بشري ناورين تر ټولو ډېر ځپل شوي قشرونه ګڼل شوي.

د نړیوال خوراکي پروګرام په یوه تازه راپور کې څه موده مخکې ویل شوي، چې د څه باندې ۱۹ میلیونه افغانانو خوراکي رژیم نا مناسب او له معیاره لویدلی.

له دې کبله د ۳۴ زرو خوار ځواکۍ ځپلو ماشومانو د بستر کیدو خبر هم ورکړل شوی.

تازه د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستيال مولوي عبدالکبیر له شتمنو غوښتي، چې په ژمي کې کونډو او یتیمانو سره مرستو ته پاملرنه وکړي.

د طالبانو چارواکو مخکې د بشري ناورين په اړه نړیوال راپورونه ردول او د ځان په خلاف تبلیغات بلل، خو په وروستيو کې دوی هم افغانانو سره عاجلې مرستې غواړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...