سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپه ۱۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلاونو وړاندوينه شوې

په ۱۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلاونو وړاندوينه شوې

تاند:(چار شنبه ،د عقرب اتلسمه)‏‌ ‏‏د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې په ۱۵ ولایتونو کې د سختو ورښتونو او سېلاونو وړاندوينه کړې ده.

دغې ادارې په يوه اعلاميه کې ويلي،چې هرات، فراه، غور، فاریاب، سرپل، سمنگان، بغلان، پروان، میدان‌وردګ، بامیان، دایکندي، هلمند، غزني، زابل او ارزگان د دغو ورښتونو او سېلاونو اټکل شوې سیمې دي.

سرچينه زياتوي، چې په دغو ولايتونو کې ېې له ۱۰ څخه تر ۳۰ سانتي ملي مترو پورې د واورو او بارانونو وړاندوینه کړې ده.

دا وړاندوینه په داسې حال کې ده، چې تازه د نړيوال اقليم په اړه د ملګرو ملتونو د یوه ځانګړي کنفرانس پر مهال افغانستان د نړۍ شپږم اقلیم ځپلی هیواد اعلان شو.

د طالبانو حاکمې ادارې بیا ویلي، چې افغانستان د نړۍ په اقلیم خرابیدو کې رول نه لري، خو ورڅخه اغېزمن دی او يوازې تېر کال نیږدې دوه میلیارده ډالره زيانمن شوی، چې نړیوال باید مرسته ورسره وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب