Homeسپورتد کرکټ لوبغاړو ته معیاري جیم جوړېږي

د کرکټ لوبغاړو ته معیاري جیم جوړېږي

تاند- د افغانستان کرکټ بورډ وايي، په نړیوالو معیارونو برابر نوی جېم او د شاوخوا ۵۰ لوبغاړو لپاره هستوګنځي جوړوي.

د کرکټ بورډ نن (دوشنبه) رسنیو ته په یوه استولې خبرپاڼه کې لیکلي، د افغانستان کرکټ بورډ اجراییه رییس ښاغلی نصیب خان وایي چې دلته به الف، ایمرجنګ، د افغانستان د ۱۹ ګلنو څخه کم عمره او ملي لوبغاړي د تکړه او ښو روزنکو تر څارنې لاندې تمرینات پیل کړي. ده همداراز ویلي چې دغه بورډ غواړي چې د کرکټ سرپټې اکاډیمي ترمیم کړي. د ده په وینا له سرپټې اکاډیمۍ او له نوي جوړېدونکي جیم څخه به د لوبغاړو د تمرین او روزونې لپاره کار واخیستل شي.

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله، چې تازه یې په نړیوال شل اوره جام کې سیالۍ پای ته رسیدلي، د دې لپاره چې د نړۍ په لسو غوره لوبډلو کې شامله ده، د ۲۰۲۴ نړیوال جام ته یې په مستقیم ډول لاره موندلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...