جمعه, سپتمبر 27, 2024
Homeخبرونهلاس انجلس ټايمز: د‌ سیمې هېوادونه د افغانستان درې زره میلیارد ډالري...

لاس انجلس ټايمز: د‌ سیمې هېوادونه د افغانستان درې زره میلیارد ډالري کانونو ته غله دي

تاند:(دوشنبه ،د عقرب شپاړسمه)‏‌ د امریکا لاس انجلس ټايمز ورځپاڼې په یوه تازه راپور کې د افغانستان کانونو ته د سیمې د قدرتونو لېوالتيا ته اشاره کړې او ویلي، چې له دغه هېواد څخه د امریکا له وتو سره د سیمه ییزو قدرتونو د همکارۍ يو دليل د افغانستان له کانونو څخه د دوی د وړيا يا ارزانه استفادې ارمان و.

دغه ورځپاڼه روسیه، چین، پاکستان او ايران په مشخص ډول ياد کړي، چې د افغانستان کانونو ته ېې ډېرې سترګې دي.

لاس انجلس ټايمز زياتوي، چې نړۍ د کروم او لټیوم له کمښت سره مخ ده، افغانستان یې پراخې طبيعي زېرمې لري، په دې صورت کې به څه کیږي ؟

یاده ورځپاڼه د طالبانو د ادارې د کان کيندنې هڅې هم يادې کړي، چې په وروسته پاتې تخنيکي وسايلو د افغانستان کانونه سپړي.

د ورځپاڼې لیکوال پر امريکا نيوکه کړې، چې افغانستان یې په داسې مهال له دغو پراخو طبيعي زيرمو سره پريښود، چې حريفان یې په اسانۍ سره له دغو زېرمو ګټه اخیستی شي.

یاده ورځپاڼه په عین حال کې وايي، چې د امریکا د حريفانو تر څنګ د دغه هېواد يو شمېر دوستانو لکه ترکيې او قطر هم پر افغان کانونو پانګونې ته لېوالتیا ښودلې ده.

لاس انجلس ټايمز د طبيعي زيرمو څېړونکو د قوله د افغانستان د طبيعي زيرمو ارزښت شاوخوا درې زره میلیارده ډالره اټکلوي او وايي، چې په دې زېرمو کې اوسپنه او نور کم یافته فلزات لکه سره زر د، سپین زر او یورانیم هم شامل دي.

د ایران یوه خبري اژانس تسنیم په دې اړه د لاس انجلس ټايمز په ځواب کې امريکا د افغان کانونو د بیا لوټلو لېواله ښودلی.

شنونکي باور لري، چې ټول هېوادونه د امکان او لاسرسي په صورت کې د دغو کانونو لېواله دي، خو دا د افغانانو مسوولیت دی، چې سره یو شي، ځواکمن او ټولمنلی حکومت رامنځته او په وسيله یې خپل کانونه او شتمنۍ د خپلې ښېرازۍ لپاره وکاروي.

طالبانو د لاس انجلس ټايمز راپور ته غبرګون نه دی ښودلی، خو مخکې ېې د پاکستاني قاچاقبرو په ملتیا د افغان کانونو د چور چپاول تورونه رد کړي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب

پلمه | زهير سپېڅلی